مزارشريف ( پژواک، ۴ لړم ۹۹): د تاوتريخوالي د مخنيوي او بشري حقونو څېړنيز بنسټ او همدا راز د قومي اقليتونو يو شمېر استازي وايي چې د سولې په روانه پروسه کې دې د قومي لږکيو سهم معلوم او حقوق يې بايد خوندي شي.
دوی دغه څرګندونې د لړم مياشتې په ۴مه،مزارشريف ښار کې د (سولې پروسه کې د زيانمنو شويو اقليتونو معنى دار ګډون) په نوم کنفرانس کې وکړې.
ياد کنفرانس د تاوتريخوالي مخنيوي او بشري حقونو څېړنيز بنسټ له خوا جوړ شوی و، چې لسګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.
د تاوتريخوالي د مخنيوي او بشري حقونو څېړنيز بنسټ د پروګرامونو مسوول امين شهاب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروګرام يې د افغانستان په هغو نهو ولايتونو کې پيل کړی، چې تر ډېره اقليتونه په کې اوسېږي.
هغه زياته کړه، چې موخه يې دا ده څو دې ته زمينه برابره کړي، چې د سولې په پروسه کې د قومي لږکيو نظريات هم شامل کړای شي.
نوموړي وويل: (( زموږ له نظره، پښتون، تاجک، ازبيک او هزاره نه بغير نور قومونه د لږکيو په کتار کې راځي او له بده مرغه، چې دوی ته تر ډېره په ملي پروسو کې ونډه نه ورکول کېږي.))
شهاب زياتوي، چې د دې تر څنګ، مېرمنې، د شهيدانو د کورنيو غړي، معلولين او معيوبين هم د لږکيو په کتار کې راځي، چې په خبره يې په سولې پروسه کې يې ګډون اړين دى.
د هغه په خبره، که د جګړې ښکېل اړخونه غواړي، چې يوې تلپاتې سولې ته ورسېږي؛ نو بايد په دغه پروسه کې ټولو افغانانو ته په مساوي ډول د ګډون زمينه برابره شي.
سياسي او ټولنيز فعال عبدالقادر مصباح پژواک ته وويل، چې يوې ټول شموله سولې ته د رسېدو لپاره بايد د هغو کسانو حقوق خوندي شي، چې د تېرو جګړو له امله يې زيان ليدلی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي پروسو انحصار او يا هم د سولې په څېر پروسو کې د شخصي منافعو پر خونديتابه ټينګار د حل لاره نه ده.
هغه وويل: (( ډېری افغانان جګړو ځپلي دي، زيانمن شوي کسان د هر قوم او سمت څخه دي، او اړتيا ده چې د ټولو لاسنيوی وشي)).
مصباح وايي، چې د سولې لپاره ښه فرصت په لاس راغلی او بايد لويه ګټه ترې واخيستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن