مزارشريف ( پژواک، ۴ لړم ۹۹): د تاوتريخوالي د مخنيوي او بشري حقونو څېړنيز بنسټ او همدا راز د قومي اقليتونو يو شمېر استازي وايي چې د سولې په روانه پروسه کې دې د قومي لږکيو سهم معلوم او حقوق يې بايد خوندي شي.
دوی دغه څرګندونې د لړم مياشتې په ۴مه،مزارشريف ښار کې د (سولې پروسه کې د زيانمنو شويو اقليتونو معنى دار ګډون) په نوم کنفرانس کې وکړې.
ياد کنفرانس د تاوتريخوالي مخنيوي او بشري حقونو څېړنيز بنسټ له خوا جوړ شوی و، چې لسګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.
د تاوتريخوالي د مخنيوي او بشري حقونو څېړنيز بنسټ د پروګرامونو مسوول امين شهاب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروګرام يې د افغانستان په هغو نهو ولايتونو کې پيل کړی، چې تر ډېره اقليتونه په کې اوسېږي.
هغه زياته کړه، چې موخه يې دا ده څو دې ته زمينه برابره کړي، چې د سولې په پروسه کې د قومي لږکيو نظريات هم شامل کړای شي.
نوموړي وويل: (( زموږ له نظره، پښتون، تاجک، ازبيک او هزاره نه بغير نور قومونه د لږکيو په کتار کې راځي او له بده مرغه، چې دوی ته تر ډېره په ملي پروسو کې ونډه نه ورکول کېږي.))
شهاب زياتوي، چې د دې تر څنګ، مېرمنې، د شهيدانو د کورنيو غړي، معلولين او معيوبين هم د لږکيو په کتار کې راځي، چې په خبره يې په سولې پروسه کې يې ګډون اړين دى.
د هغه په خبره، که د جګړې ښکېل اړخونه غواړي، چې يوې تلپاتې سولې ته ورسېږي؛ نو بايد په دغه پروسه کې ټولو افغانانو ته په مساوي ډول د ګډون زمينه برابره شي.
سياسي او ټولنيز فعال عبدالقادر مصباح پژواک ته وويل، چې يوې ټول شموله سولې ته د رسېدو لپاره بايد د هغو کسانو حقوق خوندي شي، چې د تېرو جګړو له امله يې زيان ليدلی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د ملي پروسو انحصار او يا هم د سولې په څېر پروسو کې د شخصي منافعو پر خونديتابه ټينګار د حل لاره نه ده.
هغه وويل: (( ډېری افغانان جګړو ځپلي دي، زيانمن شوي کسان د هر قوم او سمت څخه دي، او اړتيا ده چې د ټولو لاسنيوی وشي)).
مصباح وايي، چې د سولې لپاره ښه فرصت په لاس راغلی او بايد لويه ګټه ترې واخيستل شي.
د هغه په وينا، د مذاکراتو ښکېل لوري بايد د پلمو پيدا کېدو پر ځای پر مشترکو ټکو توافق وکړي، څو په دې ډول د سولې مذاکرات وړاندې لاړ شي.
بلخ کې د عربانو د ځوانانو شورا غړی صبغت الله نبي زاده چې په دې کنفرانس کې يې ګډون کړی، وايي چې د سولې روان مذاکرات تر دې مهاله بې ګټې دي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې حکومت او طالبان بايد د افغانانو غوښتنې ومني او سوله وکړي.
هغه همدا راز ګيله درلوده، چې د سولې پروسه د يو څو سياسي ډلو ټپلو له خوا انحصار شوې او عام افغانان ورڅخه لرې ساتل شوي دي.
ښاغلي نبي زاده وويل: (( که تاسې وګورئ نو د سولې روان مذاکرات، د هغو کسانو تر منځ روان دي، چې په جګړو کې يې هيڅ زيان نه دی ليدلی، ولې په دغې پروسې کې عامو خلکو ته ونډه نه ورکول کېږي، هغه کسان چې زيان يې ليدلی بايد نظريات يې واورېدل شي.))
د هغه په وينا، تر دې مهاله هم افغان دولت او طالبان د شخصي ګټو پر بنياد چنې سره وهي، چې له امله يې مذاکرات هم له خنډ سره مخ شوي دي.
د مزارشريف اوسېدونکې ازاده هم اندېښمنه ده، چې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو حقوقو باندې معامله ونه شي.
هغې پژواک ته وويل، چې افغان مېرمنې نه غواړي؛ څو يو ځل بيا پخواني حالت ته ور ستنې شي، چې د زده کړو او کار حق يې نه درلود.
مېرمن ازاده وايي: (( د جګړې ښکېل اړخونه بايد په دې اعتراف وکړي، چې افغان مېرمنو په تېرو دوه لسيزو کې ډېر پرمختګ کړی، شته حقوق بايد خوندي شي او مېرمنو ته د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کېدو لارې چارې بايد ولټول شي.))
د تاوتريخوالي د مخنيوي او بشري حقونو څېړنيز بنسټ مسوولين وايي، چې د دا ډول کنفراسونو د جوړېدو له لارې غواړي، څو د ټولنې د محروم قشر نظريات راټول او د سولې مذاکراتو تر اړخونو يې ورسوي.
د يادونې ده چې له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اړوند خبرې پيل شوي، خو تر اوسه د خبرو کولو په طرزالعمل موافقې ته سره نه دي رسېدلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










