ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې سږ کال د شولو حاصلات ١٣ سلنه دېر شوي

پکتيا کې سږ کال د شولو حاصلات ١٣ سلنه دېر شوي

author avatar
25 Oct 2020 - 17:39
پکتيا کې سږ کال د شولو حاصلات ١٣ سلنه دېر شوي
author avatar
25 Oct 2020 - 17:39

ګردېز (پژواک، ۴ لړم ۹۹): پکتيا ولايت کې بزګران وايي چې سږ کال يې د شولو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه او زيات دي او که په دې برخه کې شته ځينې اړتياوې يې پوره شي، ياده اندازه به تر دې ډېره لوړه شي.

شولې د دغه ولايت په څمکنيو، ډنډپټان، جانيخېل، احمدخېل او لجه منګل ولسواليو کې کرل کېږي.

د څمکنيو ولسوالۍ يو بزګر محمد زمان وايي چې سږ کال يې د ورښتونو او سېلابونو له امله د غنمو حاصلات خورا زيانمن شوي وو، خو برعکس د شولو حاصلات یې تر بل هر وخت ښه دي.

زمان پژواک ته وويل: ((په دې پسرلي کې زموږ د غنمو حاصلات په نشت وو، حتی موږ ته يې تخم هم ونه کړ؛ خو د شولو حاصل سل په سلو کې بېخي سم و او د خوار او بېچاره ښه ګوزاره پرې وشوه.))

د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی اکرام وايي چې د تخمونو، سرې او د اوبه خور منظم سيستم جوړېدو ته جدي اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ د شولو حاصل ښه شوی او ډېر ترې راضي يو. موږ له دولته غواړو چې د سرې او ګرين هاوسونو په برخه کې راسره همکاري وکړي.))

د څمکنيو ولسوالي د منګياړ درې اوسېدونکي حاجې مامور پژواک ته وويل چې په څمکني او ډنډپټان ولسواليو کې د نورو کرنيزو محصولاتو سربېره په زياته اندازه سبزيجات هم کرل کېږي او که شنې خونې ورته جوړې شي، نو د شاوخوا ولسواليو او مرکز ګردېز يو برخه اړتياوې هم پوره کولای شي.

مامور وايي: ((دلته د شولو حاصلات ډېر ښه وو. په دې سيمه کې سبزيجات هم ډېره ښه نتيجه لري او دولت ته په کار ده چې دلته تودې شنې خونې جوړې کړي؛ که تودې خونې جوړې شي، په ژمي کې به هم د ولايت په کچه سبزيجات دلته رسېږي.))

د پکتيا د کرنې رياست هم وايي چې سږ کال د دغه ولايت د شولو حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زياتوالی راغلى دی.

د دغه رياست مشر انجنير محمدالدين مومند پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې تېر کال د شولو حاصلاتو کچه ۵۲۱۹ مټريک ټنه وه خو سږ کال ۵۷۹۳ مټريک ټنه ته لوړه شوې چې د تېر کال په پرتله ١٣ سلنه زياتوالى ښيي.

مومند د شولو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د طبيعي افتونو او مرضونو نه شتون په ګوته کړ.

مومند د بزګرانو ځينې ستونزې هم مني او وايي چې په دې اړه يې له وزارت سره خبرې کړې او هيله من دی چې راتلونکي کال کې به د يادې برخې ډېرې ستونزې حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.