منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۴ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيا کې سږ کال د شولو حاصلات ١٣ سلنه دېر شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۷ کتنې

ګردېز (پژواک، ۴ لړم ۹۹): پکتيا ولايت کې بزګران وايي چې سږ کال يې د شولو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه او زيات دي او که په دې برخه کې شته ځينې اړتياوې يې پوره شي، ياده اندازه به تر دې ډېره لوړه شي.

شولې د دغه ولايت په څمکنيو، ډنډپټان، جانيخېل، احمدخېل او لجه منګل ولسواليو کې کرل کېږي.

د څمکنيو ولسوالۍ يو بزګر محمد زمان وايي چې سږ کال يې د ورښتونو او سېلابونو له امله د غنمو حاصلات خورا زيانمن شوي وو، خو برعکس د شولو حاصلات یې تر بل هر وخت ښه دي.

زمان پژواک ته وويل: ((په دې پسرلي کې زموږ د غنمو حاصلات په نشت وو، حتی موږ ته يې تخم هم ونه کړ؛ خو د شولو حاصل سل په سلو کې بېخي سم و او د خوار او بېچاره ښه ګوزاره پرې وشوه.))

د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی اکرام وايي چې د تخمونو، سرې او د اوبه خور منظم سيستم جوړېدو ته جدي اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ د شولو حاصل ښه شوی او ډېر ترې راضي يو. موږ له دولته غواړو چې د سرې او ګرين هاوسونو په برخه کې راسره همکاري وکړي.))

د څمکنيو ولسوالي د منګياړ درې اوسېدونکي حاجې مامور پژواک ته وويل چې په څمکني او ډنډپټان ولسواليو کې د نورو کرنيزو محصولاتو سربېره په زياته اندازه سبزيجات هم کرل کېږي او که شنې خونې ورته جوړې شي، نو د شاوخوا ولسواليو او مرکز ګردېز يو برخه اړتياوې هم پوره کولای شي.

مامور وايي: ((دلته د شولو حاصلات ډېر ښه وو. په دې سيمه کې سبزيجات هم ډېره ښه نتيجه لري او دولت ته په کار ده چې دلته تودې شنې خونې جوړې کړي؛ که تودې خونې جوړې شي، په ژمي کې به هم د ولايت په کچه سبزيجات دلته رسېږي.))

د پکتيا د کرنې رياست هم وايي چې سږ کال د دغه ولايت د شولو حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زياتوالی راغلى دی.

د دغه رياست مشر انجنير محمدالدين مومند پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې تېر کال د شولو حاصلاتو کچه ۵۲۱۹ مټريک ټنه وه خو سږ کال ۵۷۹۳ مټريک ټنه ته لوړه شوې چې د تېر کال په پرتله ١٣ سلنه زياتوالى ښيي.

مومند د شولو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د طبيعي افتونو او مرضونو نه شتون په ګوته کړ.

مومند د بزګرانو ځينې ستونزې هم مني او وايي چې په دې اړه يې له وزارت سره خبرې کړې او هيله من دی چې راتلونکي کال کې به د يادې برخې ډېرې ستونزې حل شي.

د کرنې رييس پژواک ته وويل: ((دا وريجې ډېر ښه کيفيت لري، خلک يې ډېرې خوښوي. دلته پکتيا او همجواره ولايتونو کې هم مصرفېږي او کابل ته يې هم خلک وړي.))

د کرنې په برخه کې د عصري او اړينو وسايلو، سړو او شنو خونو کموالی د پکتيا ولايت د بزګرانو او بڼوالو لويې ستونزې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه