ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې مېشت جوګیان د کرونا د دویمې احتمالي څپې له امله اندېښمن دي

جوزجان کې مېشت جوګیان د کرونا د دویمې احتمالي څپې له امله اندېښمن دي

author avatar
3 Nov 2020 - 19:03
جوزجان کې مېشت جوګیان د کرونا د دویمې احتمالي څپې له امله اندېښمن دي
author avatar
3 Nov 2020 - 19:03

شبرغان(پژواک،١٣لړم ٩٩): په جوزجان ولایت کې مېشت جوګیان د نورو ستونزو د یادولو ترڅنګ وايي، د کرونا ویروس د دویمې څپې د احتمال له امله اندېښمن دي او دوی د روغتیايي کلینیک د جوړېدو غوښتنه کوي.

جوګیان د هند د مرتاضانو یوه ډله ده او د منځنۍ اسیا جوګیان شاوخوا دوه پېړۍ مخکې د لقیانو د برید له امله له بخارا څخه افغانستان ته راغلي دي.

د یو شمېر سرچینو د معلوماتو له مخې، جوګیان چې سیارې قبیلې دي اوس په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې په خېمو کې ژوند کوي، شمېر یې تر ۱۰ زرو اټکل کېږي خو دا په داسې حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو اداره په هېواد کې د جوګیانو د کره شمېره په اړه معلومات نه لري.

د یادونې ده چې د شبرغان ښار په درې کیلومترۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ تر خېمو لاندې ژوند کوي او کم شمېر یې چې ښه ژوند لري په خټینو خونو کې اوسېږي.

په شبرغان کې مېشت جوګیان وايي چې د ژوند د مسایلو لکه کار ته له لاسرسي، روغتیايي خدمتونو، برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، ښوونځي، د اوسېدو له ځای او نور ټولګټو خدومتونو بې برخې دي او څوک یې غږ نه اوري.

یو شمېر جوګیانو پژواک ته په مرکه کې وویل، د کرونا ویروس د دویمې څپې د احتمال له امله اندېښمن دي ځکه دوی ښه ژوند نه لري او په سیمه کې یې روغتیايي کلینیک نشته او روغتیايي مرکز ته د رسېدو لپاره باید ډېر واټن طی کړي.

د حاجت الله په نوم د یادې سیمې یوه جوګي پژواک ته وویل، که کرونا ناروغي یو ځل بیا ډېره شي ښايي ډېری جوګیان پرې اخته شي، ځکه دوی د اقتصادي ستونزو له امله روغتیايي لارښوونې نشي مراعاتولای او نه روغتیايي مرکزونو ته لاس رسی لري.

نوموړي وویل: ((زموږ په ښار کې د هېواد د نورو سیمو په څېر وضعیت ښه نه دی، کرونا ناروغي د ټولو ژوند ګواښي او موږ پرې د ډېر اخته کېدو له ستونزې سره مخ یو ځکه زموږ کار سوال دی.))

هغه د دې په روښانولو چې د دوی په سیمه کې روغتیايي مرکز نشته له مسوولینو وغوښتل چې د جوګیانو لپاره د روغتیايي مرکز په جوړېدو کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل، دلته وضعیت داسې دی، کله چې څوک ناروغ شي باید دولتي یا شخصي روغتون ته د رسېدو لپاره ډېر واټن طی کړي، له دې پرته به مرګ ته تسلیمېږي.

د حاجت الله په خبره، جوګیان د پېژندپاڼې د نه لرلو له امله له ښوونیزو او د کار له حقونو بې برخې دي، د دوی په منځ کې تر اوسه هيڅ باسواده کس نشته.

هغه زیاته کړه: ((د دوی ماشومان د زده کړو مینه وال دي، خو د پېژندپاڼو د نه لرلو او ښوونځیو د نه موجودیت له امله بېسواده پاتې کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.