ترینکوټ (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه یې د بېړنیو ناروغانو لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره د امبولانس خدمتونه پیل کړي دي.
د اروزګان د عامې روغتیا ریاست د امبولانس امریت امر قدرتالله رحیمي وویل چې دغه ریاست د ټول ولایت په کچه د امبولانس ۲۴ ساعته وړیا خدمتونه پیل کړي دي.
د هغه په خبره چې د دغه کار لپاره یې دوه مجهز امبولانس موټر ځانګړي کړي دي.
رحیمي دغه راز زیاته کړه چې امبولانس خدمتونو ته د خلکو لاسرسي په موخه یې د اړیکو نیولو ۱۰۲ شمېره هم فعاله کړې ده.
هغه وايي: «د اړتیا پر مهال یوه روغتیایي ډله له امبولانس سره یو ځای سیمې ته استول کېږي او عاجل ناروغان له لومړنیو خدماتو وروسته روغتونونو ته رسوي.»
د هغه په خبره، اوس مهال د اړتیا وړ امبولانسونه او روغتیایي پرسونل لري چې د ولایت په کچه ټولو سیمو او ولسوالیو ته رسېدنه کولای شي.
ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي هم د عامي روغتیا ریاست له لوري د امبولانس د وړیا خدماتو د پیل هرکلی کوي.
د ترینکوټ ښار د بلوڅي سیمې اوسېدونکي عبیدالله وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د امبولانس خدمات پیل شوي او زیاتوي چې ډېر خلک د اړتیا پر مهال د دې توان نه لري چې خپل ناروغ کرايي موټرو کې پر وخت روغتونونو ته ورسوي.
دوی غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې د روغتیا برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن