ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار وروستیو جګړو شاوخوا اووه زره کورنۍ کډوالې کړې دي

د کندهار وروستیو جګړو شاوخوا اووه زره کورنۍ کډوالې کړې دي

author avatar
4 Nov 2020 - 17:24
د کندهار وروستیو جګړو شاوخوا اووه زره کورنۍ کډوالې کړې دي
author avatar
4 Nov 2020 - 17:24

کندهار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۹): په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو څخه شاوخوا اووه زره کورنۍ کډوالې شوي او کندهار ښار ته یې پناه راوړې ده.

له هغه وروسته چې وسله والو په هلمند کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې درنه جګړه پیل کړه، هم مهاله سلګونه طالبان لومړی میوند، ژېړۍ، پنجوايي او بیا ارغنداب ولسوالیو ته راغلل او دلته یې هم له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه چې اوسمهال یې پر وړاندې عملیات روان دي.

له دغو ولسوالیو زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي او په کندهار ښار کې مېشتې شوې دي.

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، په وروستیو دوو اوونیو کې چې د کندهار تر څنګ په هلمند او اروزګان کې جګړې پیل شوي او اوس هم دوام لري، ۵۵۰۰ کورنۍ کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو ته کډوالې شوې دي.

خو هغه زیاته کړه چې د کډوالو کورنیو شمېر ورځ تر بلې ډېريږي او د دوی اټکل دا دی چې د روانې جګړې له امله به شاوخوا ۷۰۰۰ کورنۍ کډوالې شي.

دی وايي، تر دې مهاله کندهار ښار ته له میوند ولسوالۍ څخه ۲۵۰۰ کورنۍ، له ژېړۍ ولسوالۍ څخه ۳۰۰ کورنۍ، له ارغنداب ولسوالۍ څخه ۱۵۰۰ کورنۍ، له پنجوايي ولسوالۍ څخه ۲۰۰ کورنۍ، له شاولیکوټ ولسوالۍ څخه ۳۰۰ کورنۍ، له هلمند ولایت څخه ۴۰۰ کورنۍ او له اروزګان ولایت څخه ۳۱۰ کورنۍ کډوالې شوې دي.

د ده په خبره، دا هغه شمېرې دي چې له اړوند وزارت او د بشري مرستو رسولو له موسساتو سره شریکې شوې دي.

ناياب وايي، د دغو کورنیو له ډلې د میوند له ۲۰۷ بې ځایه شوو کورنیو سره د خېمو، خوراکي او غیرخوراکي توکو، د هلمند او اروزګان له ۶۲ بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

هغه خبر ورکړ چې د میوند د هغو ۴۰۰ بې ځایه شوو کورنیو سروې روانه ده چې ډنډ ولسوالۍ ته راغلي دي، پاتې کډوال د دغې ولسوالۍ نورو ناامنو سیمو ته تللي چې د دوی رسېدنه ورته ګرانه ده.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ارغنداب د ۵۰۰ هغو بې ځایه شوو کورنیو سروې روانه ده چې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې مېشتې شوې او پاتې یې د دغې ولسوالۍ ناامنو سیمو ته تللي چې اوسمهال دوی ورته رسیدګي نه شي کولای.

له دې سره په څنګ کې ده د هلمند ولایت او د کندهار د ژېړۍ، پنجوايي او شاولیکوټ ولسواليو د بې ځایه شوو کورنیو یادونه وکړه چې ډېر ژر به یې سروې پیل او بشري مرستې ورته ورسول شي.

ناياب وايي، د دې لپاره چې مستحقې کورنۍ په نښه شي او مرستې په روڼتیا تر دوی ور ورسول شي، د کندهار ښار په کوتل مورچه، بابا صاحب دوراهي او پنجوايي دوراهي کې یې سیارې ډلې ګومارلې څو بې ځایه شوي کډوال ثبت کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.