کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٩): د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزى وايي، افغانان داسې عادلانه سولې ته اړتيا لري چې د تحمیل پر ځای په نرمۍ او انعطاف حاصلېږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د لړم په ١٤مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي په دوحه کې د افغانستان په سفارت کې د قران کریم د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ.
سرچينې ز ياته کړې، دغه مراسم چې په دوحه کې د افغانستان سفارت جوړ کړي وو، قطر مېشتو افغانانو هم ګډون په کې کړ و.
په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي دغو مراسمو ته وویل، د علم پر حاصلوونکو ځوانانو برید د منلو نه دی.
ده زیاته کړه، دغه برید په داسې حال کې شوی چې په هېواد کې دننه او بهر هر افغان، د سیمې هېوادونه، نړۍ او اسلامي ټولنې د اوربند په تمه دي.
په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي وویل، په کابل کې د وروستۍ پېښې غندلو ته الفاظ نشته.
ده په هېواد کې د وحشیانه بریدونو قربانیانو ته په اشارې سره وویل: "موږ د خپلې بشري وړتیا او انرژۍ د بایللو په حال کې یو، حال دا چې باید د یووالي په رڼا کې یې د ټیکاو راوستو لپاره وکاروو. "
ستانکزي زياته کړه: "موږ داسې عادلانه سولې ته اړ یو چې د تحمیل پر ځای په نرمۍ او انعطاف حاصلېږي.
د هغه په وينا، د افغانستان ملي شتمنۍ له ټولو افغانانو سره تړاو لري او هېڅوک یې د ویجاړولو حق نه لري.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي مولوي عنایتالله بلیغ وويل چې محصلينو د علم جهاد کړی او د مسلمانانو د قتل په غندلو کې یې احادیث او اسلامي روایتونه بیان کړل.
د يادونې ده، تېره ورځ يو شمېر وسله والو د کابل پوهنتون مخې ته لومړى چاودنه وکړه او وروسته د حقوقو پوهنځي د ستاژ برخې ودانۍ ته داخل شول.
يادو بريدګرو شاوخوا پنځه ساعته له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه چې په دې موده کې د محصلينو په ګډون ٢٢ کسان ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن