ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ننګرهار کې  دوه انسان تښتوونکي پر اعدام محکوم شول

​ننګرهار کې دوه انسان تښتوونکي پر اعدام محکوم شول

author avatar
5 Nov 2020 - 11:48
​ننګرهار کې  دوه انسان تښتوونکي پر اعدام محکوم شول
author avatar
5 Nov 2020 - 11:48

جلال اباد (پژواک، ١٥ لړم ٩٩): د ننګرهار ښاري محکمې د کورني او بهرني جرايمو پر وړاندې د مبارزې دېوان قضايي پلاوي د انسان تښتونې په قضيه کې دوه کسان د اعدام پر سزا محکوم کړل .

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د لړم په ١٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  دا قضايي علني محکمه پرون د ښاري محکمې د ريیس قضاوتمند محمد انعام فايق په مشرۍ جوړه شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې د یادې محکمې پر مهال دوه تنه د انسان تښتوونې په قضیه کې د اعدام پر سزا محکوم شول. دغه راز په دې قضیه کې دوو نورو ته د لازمو دلایلو د نه شتون له امله برائت ورکړ شو.

سرچينې زياته کړې، د علني غونډې قضايي پلاوي تورنو او د قضيې زيانمنو له خبرو اورېدو وروسته د قضيې د ټولو طرفينو په شتون کې د رايو په يووالي سره دوه کسان د يوه کس د تښتونې په قضيه کې چې له تښتولو وروسته يې وژلى و، د جزا کوډ د ۵۰۸ مې او ۱۷۰مې مادو د ۱ فقرې پر بنسټ د اعدام پر سزا محکوم کړل. دغه راز دوه نور په همدې قضيه کې د لازمو د لايلو د نه شتون له امله د جزا کوډ ۵مې مادې پر بنسټ برائت شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه پر اعدام محکوم شوي دوه کسان چې د تښتول شوي کس له کورنۍ يې  پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې اخیستې وې، د هغو پر بېرته ورکړه یې هم حکم وشو.

د علني غونډې قضايي پلاوي وويل، د تورنو پر وړاندې، شوې پرېکړه وروستۍ نه ده، کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.