ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت له کابل څخه تښتول ماشوم پکتیا کې پیدا کړ

ملي امنيت له کابل څخه تښتول ماشوم پکتیا کې پیدا کړ

author avatar
6 Nov 2020 - 19:27
ملي امنيت له کابل څخه تښتول ماشوم پکتیا کې پیدا کړ
author avatar
6 Nov 2020 - 19:27

ګردېز (پژواک ۱۶ لړم ۹۹): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د ملي امنيت سرتېرو هغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوره، چې دوه مياشتې او لس ورځې وړاندې د کابل له چهلستون سيمې څخه تښتول شوی و.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي د لړم په ۱۶مه، خپلې کورنۍ ته ددې ماشوم د سپارولو پرمهال پژواک ته وويل چې د دې څلور کلن ماشوم کورنۍ اصلا د ننګرهار ولايت ده او د کابل د اوومې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې اوسيږي.

هغه زیاته کړه، په دې تښتونه کې پنځه تنه ښکېل و، چې يو تن يې په ګردېز، ورپسې يې دوه تنه په کابل او نن تنه دوه نور هم په ګردېز کې د ملي امنيت رياست سرتېرو لخوا ونيول شول.

نوموړي زیاته کړه:((انساني قاچاق او اختطاف لوی جرم دی او له دې کسانو سره به جدي قانوني برخورد کيږي. دا يوه شبکه ده او نور کار هم پرې روان دی، چې ټوله له منځه يوړل شي.))

د ماشوم زاهدالله پلار عنايت خان وايي چې تښتوونکو ورڅخه د ماشوم د خلاصون په بدل کې درې لکه يورو غوښتې وې، خو په خبره يې نوموړي په ډېره هڅه يوازې درې لکه افغانۍ ورته برابرې کړې وې.

خان وايي:(( تښتوونکو ويل چې درې لکه افغانۍ نه اخلي، لس لکه افغانۍ يوازې زموږ مصرف شوی دی، دا یې هم ویل چې په دې کار کې ستا یو خپلوان لاس لري چې پیسې راکړې د هغه نوم درته په ډاګه کوو.))

د زاهدالله کاکا عبدالحق وايي چې د وراره د تښتونې له امله يې مور ته روانې ستونزې پيدا شوې دي.

نوموړي وويل:((دا هېڅ انسانان نه دي، له ماشوم خپله ژبه هېره شوې وه، پلار يې نه پېژنده، له هر څه ويريږي. له ټولو چارواکو دا غواړم چې دې شیطانانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي، چې بيا څوک داسې کار ونه کړي.))

ياده دې وي چې څو مياشتې وړاندې هم د پکتيا د ملي امنيت رياست مسولینو څلور تنه انسان تښتوونکي نيولي او يو ماشوم يې ورڅخه ژغورلی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.