ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان توکمې امریکایۍ بیا د امریکا ایالاتي ټاکنو کې بریا خپله کړه

افغان توکمې امریکایۍ بیا د امریکا ایالاتي ټاکنو کې بریا خپله کړه

author avatar
6 Nov 2020 - 15:57
افغان توکمې امریکایۍ بیا د امریکا ایالاتي ټاکنو کې بریا خپله کړه
author avatar
6 Nov 2020 - 15:57

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ٩٩): افغان توکمې امریکایۍ صفیه وزیر بیا د امریکا د نیوهمپشایر ایالتي ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د غړې په توګه بریالۍ او د ایالتي ولسي جرګې غړې شوه.

د امریکا د ایالتي وکیلانو ټاکنې هر دوه کاله وروسته کېږي او صفیه وزیر لومړنۍ کډواله ده چې نیوهمپشایر کې وکیله کېږي.

دې ټاکنو کې د جمهوري پال ګوند دنیس سوز له مېرمن وزیر سره د دې څوکۍ ګټلو لپاره سیالي کوله او دوی دوه کاله مخکې هم ددغې څوکۍ د خپلولو په موخه سیالي کړې وه.

وزیر، دوه کاله مخکې هم پر دنیس سوز برلاسې شوه چې څلور ځلې یې د ایالتي جرګې غړیتوب لرلی.

نږدې ۳۰ کلنه صفیه وزیر په شپږ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه لومړۍ ازبکستان ته لاړه او په ۲۰۰۷ کال کې له خپلې مور سره امریکا ته کډواله شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.