ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد ښار کې د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

جلال‌اباد ښار کې د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
9 Sep 2024 - 16:28
جلال‌اباد ښار کې د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
9 Sep 2024 - 16:28

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.

حکومتي مسوولین وايي، د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند له کابل هډې څخه تر غوچکو پل پورې دا سړک نږدې یو کيلومټر اوږدوالی او اووه متره پراخوالی لري چې په درېيو مياشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د دغه سړک د جوړېدو چارې نن (د وږي ۱۹مه) د جلال‌اباد ښاروالۍ د مسوولينو له لوري د یوه خصوصي قراردادي شرکت له خوا پيل شوې.

د دغو چارو د پیل په مراسمو کې د جلال‌اباد ښاروال عبدالرزاق ضیايي وویل، دغه سړک د ۸۵۰ متره اوږدوالي او اووه متره پلنوالي سره جوړېږي چې د سړک يوې خوا ویاله او د کانال د نهر خواته د تېږو موانع هم ورسره جوړېږي.

د هغه په وینا، د ياد سرک د جوړېدو ټول لګښت شاوخوا ۱۴ میليونه افغانۍ کېږي چې د رغولو چارې به يې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د سيمې اوسېدونکي چې د سړک خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، د دغو چارو پر پیل خوښي ښيي.

يوه ځايي اوسېدونکي او د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې د لومړي ګذر وکيل وطن خان وويل، د دغه سړک جوړېدل يوه اړتیا وه چې په جوړېدو سره به يې خلک له ساعتونو انتظار خلاص شي.

دی وایي: «د کابل هډې پل او چوک ډېره تنګه ساحه ده، دلته به اکثره وخت رش و، موټرونه به بند پاتې وو، اوس چې دا بديله لاره جوړه شي نو ګڼه ګوڼه به ډېره کمه شي.»

په دې وروستيو کې د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري پراختيا او ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.