کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د طلوع ټلوېزیون مخکنی کارکوونکی یما سیاوش او دوه نور کسان نن سهار د کابل ښار په څلورم مکروریانو کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې ناحیې په څلورم مکروریانو کې پر یوه یوه کرولا موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي.
د ولسي جرګې مخکني غړي او د یما سیاوش ورور بکتاش سیاوش طلوع نیوز ته ویلي چې په دې چاودنه کې یې ورور یما سیاوش وژل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن