کابل(پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د چارو شنونکي وایي، د بایډن په ولسمشر کېدو سره د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې ستر بدلون نه راځي او بایډن د ښکېلو افغاني لوریو تر منځ تر جوړجاړي د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوی نه دی.
د شنونکو په اند، بایډن به افغانستان کې جګړه داسې مدیریت کړي چې لګښتونه یې راکم، خو سیمه ییز اغېز یې پاتې شي.
هغوی وایي، بایډن ممکن افغانستان کې د سولې خبرو مخته وړونکو کې بدلون راولي.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلي ښیي چې د ډېموکرات ګوند نوماند جو بایډن دغه ټاکنې وګټلې او خپل سیال او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ترمپ ته یې ماتې ورکړه.
خو دا چې د جوبایډن ولسمشر کېدل به پر افغانستان څه اغېز ولري، د چارو شنونکې یې په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د خوست په شیخ زاهد پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد محمد جاوېد شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولسمشر په توګه د جو بایډن ټاکل به د افغانستان د سولې په روانه پروسه چې امریکا له طالبانو سره پیل کړې، کوم اغېز ونه کړي.
دی وايي:"دا پروسه به جاري وي؛ داسې نه ده چې د امریکا بهرنی سیاست د ټرمپ شخصي ذوق و او یا د نورو ولسمشرانو شخصي فکر دی. امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون کړی، فکر کوم بایډن به هم هماغه تعقیب کړي؛ ځکه هغه تړون د امریکا د دوکترینو طرحه وه او د هغوی نظرونه اسانه نه ردیږي."
هغه زیاته کړه، د افغانستان او چین پر وړاندې د بایډن پالیسي به د ټرمپ له پالیسي سره یو شان وي؛ ځکه هغه د امریکا په تاریخ کې دویم کاتولیک ولسمشر دی چې د پاپ خیال ساتي او نه غواړي د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي، خو یوازې د خپل هېواد ثبات ورته ارزښت لري.
د شکېب په وینا، بایډن هم د ټرامپ په څېر په وروستیو کې په دې اند شوی و چې افغانستان کې «د ملت جوړونې» پر ځای یواځې پر دې تمرکز وکړي چې افغانستان کې د امریکا حضور د داعش، القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره څرګند شي.
د ده په اند، امریکا افغانستان کې د خپلې مبارزې بریالي کولو او پورتني هدف لاسته راوړلو لپاره اوس طالب ښه بدیل ګڼي؛ ځکه د افغانستان حکومت یې په چارو کې د فساد او نه ژمنتیا له امله د هغوی توقع پوره نه شوه کړای.
ده د ټرامپ د هغو څرګندونو په اړه چې ویلي یې و امریکايي ځواکونه به د نوي میلادي کال تر پیله له افغانستان نه وباسي، وویل، په اوسني حالت کې بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو پلوی نه دی او نه هم شاید تر هغه کومه پرېکړه وکړي چې طالبانو سره جوړجاړی نه وي شوی.
دی وايي:"امریکا به له افغانستان سره خپلو مرستو ته تر هغه دوام ورکړي چې خپل ځواکونه یې نه وي ایستلي، ځکه که دا کار ونه کړي نو د افغانستان نظام د ړنګېدو وېره ده چې امریکا هېڅکله دا تېروتنه نه کوي او بایډن هم ممکن دې ټکي ته پام ولري."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن