ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماليې وزارت: ځيني مافيايي کړۍ د اداري اصلاحاتو له لارې د استخدام پروسه تخريبوي

ماليې وزارت: ځيني مافيايي کړۍ د اداري اصلاحاتو له لارې د استخدام پروسه تخريبوي

author avatar
8 Nov 2020 - 12:23
ماليې وزارت: ځيني مافيايي کړۍ د اداري اصلاحاتو له لارې د استخدام پروسه تخريبوي
author avatar
8 Nov 2020 - 12:23

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٩): د ماليې وزارت وايي چې اعلان شوو خالي بستونو ته د ګومارنو پروسه د ملکي خدمتونو کمېسیون د طرزالعملونو او وړتیا پر اساس په شفافه توګه پر مخ وړل کېږي.

د ماليې وزارت له خوا د لړم په ١٨مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د نږدې ۳۳۶ ملکي خدماتو بستونو لپاره چې له عمومي ریاستونو تر شپږم رتبه بستونه په کې شامل دي، د استخدام پروسه پیل کړې، څو غوره کسان د ازادې، شفافې او وړتیا پر اساس پروسې له لارې د ټولو اړوندو دندو لپاره استخدام شي؛ کوم چې د یوې ادارې اغېزمنتوب، مساوات تضمینوي او نړیوالې همکارۍ پیاوړې کوي.

سرچينې زياته کړې چې د ګومارنو د پالیسۍ اصلي دلیل د مالیې وزارت په ریاستونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ترمنځ د شوې موافقې له مخې اصلاحات راوستل دي تر څو په تدریجي ډول تش او پیشنهادي بستونه د ازادې سیالۍ لپاره اعلان ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړي پړاو کې د وزارت پنځم او شپږم رتبه خالي بستونه اعلان شول او شاوخوا ۱۳۰۰۰ نوماندانو د دغو بستونو لپاره نوم لیکنه کړې وه چې له دې ډلې ۸۵۰۰ وړ نوماندان شارت لېست شوي وو.

ماليې وزارت ويلي، د دې په پايله کې ۲۰۴ بریالي نوماندان د یاد وزارت اړوندو ریاستونو کې پر دندو وګومارل شول. په دويم پړاو کې د مالیې وزارت ۳۰ لوړ رتبه بستونه اعلان شول چې په لومړي ځل ۹ د ګمرکونو ریاست پورې اړوند دويم بستونه هم شامل دي.

سرچينې ويلي، مالیې وزارت ژمن دی چې ټول خالي او پیشنهادي بستونه اعلان ته وسپاري چې له دې جملې یې ۷۷ درېیم او ۴ رتبه خالي بستونه اعلان کړل کوم چې دا مهال د شارت لېسټ په مرحله کې دي او ازموینه به یې ډېر ژر واخیستل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اعلان شوو خالي بستونو ته ګومارنو پروسه به د ملکي خدماتو کمېسیون د طرزالعملونو او وړتیا پر اساس پر مخ ولاړه شي څو وړ نوماندان جذب شي.

دغه وزارت ويلي، هغه نوماندان چې غواړي غوښتنلیکونه او یا د خالي بستونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي، کولی شي د یاد وزارت رسمي ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ماليې وزارت د بشري سرچینو ریاست ژمن دى چې د ګومارنې پروسه په بشپړ شفافیت او روڼتیا سره ترسره کړي څو په مالیې وزارت کې له کورنیو او بهرنيو هغو مافیاو ډلو سره چې داستخدام پروسه تخریبوي، مبارزه وکړي.

سرچينې ويلي، د بشري سرچینو ریاست هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په دې ملي پروسه کې مداخله وکړي او په یاده پروسه کې د اصلاحاتو پر وړاندې خنډ وګرځي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.