ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انصاري: د ننګرهار د نوي هوايي ډګر ځاى د کرنې ملي پروژې لپاره لږ تغيير شو

انصاري: د ننګرهار د نوي هوايي ډګر ځاى د کرنې ملي پروژې لپاره لږ تغيير شو

author avatar
9 Nov 2020 - 14:07
انصاري: د ننګرهار د نوي هوايي ډګر ځاى د کرنې ملي پروژې لپاره لږ تغيير شو
author avatar
9 Nov 2020 - 14:07

جلال اباد (پژواک، ١٩ لړم ۹۹): د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د ننګرهار د نوي هوايي ډګر ساحه شپږ کيلومتره ځکه تغیير شوې چې هلته د کرنې بله ملي پروژه خوندي پاتې شي.

دغه هوایې ډګر چې نږې اته میاشتې وړاندې د ننګرهار او لغمان ترمنځ په ګمبيري دښته کې يې پرانيسته وشوه، د ځايي مسوولينو په وينا، تر اوسه یې ٢٥ سلنه چارې بشپړې شوې وې.

هغه مهال مسوولينو ژمنه کړې وه چې په دريېو کلونو کې به دغه هوايي ډګر ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

اوس ځيني خلک نيوکه کوي چې هوايي ډګر له ټاکل شوې ځاى څخه شپږ کيلو متره په لرې ساحه کې جوړېږي.

خو د ملکي هوايي چلند د ملي ادارې مرستيال امانزيب انصاري وايي، چې د هوايي ډګر د ساحې ځاى ځکه تغسير کړى، څو هلته د کرنې بله ملي پروژه خوندي پاتې شي.

هغه پژواک ته وويل: ((هلته د شاړو ځمکو خړوبولو، کانال او بند جوړولو پخوانۍ ملي پروژه ده، د دې لپاره چې هغه پروژه زيانمنه نه شي، موږ د هوايي ډګر ساحه شپږ کيلومتره تغيير کړه.))

د انصاري په وينا، دواړه ملي پروژې دې، ساحه پراخه وه، د دې لپاره چې دواړه کارونه په ښه توګه ترسره شي، نو د هوايي ډګر ځاى يې تغيير کړ.

ځايي چارواکي وايي، د ننګرهار او لغمان ولايتونو ترمنځ د ګمبيري په دښته کې د نړيوال هوايي ډګر د جوړېدو چارې روانې دي او تر اوسه يې ٢٥ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

تمه ده چې د دغه هوايي ډګر په جوړېدو سره به د ګمبيري دښته اباده او پر يو سوداګريز ځای بدله شي.

په ننګرهار کې مدني فعال نوراغا ځواک پژواک اژانس ته وويل، حکومت بايد ولس ته ځواب ورکړي چې ولې يې دا مهمه پروژه له پخواني ځایه بل ځای پيل کړې ده.

د ننګرهار ولايت د هوايي چلند ادارې امر رحمت الله شجاع وايي، د ځينو ټولنيزو او تخنيکي ستونزو له امله د هوايي ډګر چارې بل ځای کې پيل شوې دي.

هغه پژواک ته وويل، د هوايي ډګر پروژه کې هېڅ ستونزه نشته خو پخوانی ځای د کرنې وزارت پلاني ځای و چې هم يې په کې د کانالونو جوړېدو او هم يې د کرنيزې ساحې د رامنځته کېدو پلان جوړ کړی و؛ نو ځکه يې چارې له پخوانۍ لومړۍ نقطې شپږ کيلومتره او له اخري نقې دوه کيلومتره لرې پيل شوې.

د شجاع د معلوماتو له مخې، د هوايي ډګر د جوړېدو چارې به په درېيو ګټګوريو کې بشپړې شي چې اوس يې لومړۍ مرحله د احاطې دېوال، مېلمستون او امنيتي ټاورونو او ځینو برخو د جوړېدو کار روان دی.

دى وايي، د لومړۍ مرحلې چارې د یو ساختماني شرکت له لوري په قرارداد اخیستل شوې چې شاوخوا ۲۵ سلنه کارونه يې بشپړ کړي دي.

د دغه شرکت مشر انجنير امام جان ستانکزي پژواک ته وويل، په ننګرهار کې د دغه هوايي ډګر په جوړېدو سره به نه يوازې د دې سيمې اوسېدونکي داخلي او بهرني پروازونه په اسانۍ سره ترسره کړي، بلکې د  سوداګريزو توکو لېږد رالېږد به هم ورسره اسانه شي.

د ننګرهار د هوايي چلند ادارې امر رحمت الله شجاع وايي، د دغه ډګر په جوړېدو سره به د ختيځو ولايتونو سوداګر وکولی شي چې وچه مېوه او نور محصولات په اسانۍ سره بهرنيو هېوادونو ته ولېږدوي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.