کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۲۹۷ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ١٩ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٩٦ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٣٨ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۲۹۷ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٣ کسان په بلخ، ٢٦ په هرات، ٢٣ په کابل، ١٥ په کاپيسا، ١١ په کندهار، شپږ په ننګرهار، څلور په بغلان، څلور په تخار، درې په کندوز، درې په پروان، او دوه-دوه کسان په پکتيا، بادغيس، نيمروز او غور ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٦٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۷۲۱ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٧٤ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن