کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د کابل ښاروال وايي چې د افغانستان له طبیعي ګازه استفاده په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یوه ګزینه ده، خو دغه طرحه ځکه نه ده عملي شوې چې د افغانستان د انرژیکي سیستم انحصاروونکو کمپنیو یې مخه نیولې ده.
دغه راز د کابل ښاروال په ښار کې د خپل سرو لوړپوړو ودانیو د قانوني کولو لپاره د طرحې جوړېدو ترڅنګ وویل، د لاسي پلورونکو د تنظیم مقرره یې جوړه کړې؛ ځکه اوس یوه کس د پیسو په مقابل کې پر لاسي پلورونکو تر ۱۰۰۰ کراچۍ وېشلې او ان یو شمېر چارواکو ته یې هم ګټه رسېږي.
مشرانو جرګې نن د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی او د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عزت الله صدیقي د هوا د ککړتیا، خپلسرو لوړپوړو ودانیو جوړولو او په کابل کې د لاسي پلورونکو د شکایت په اړه دغې جرګې ته راغوښتي وو.
سلطانزوی وايي چې تر دې دمه د کابل ښاروالۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي مسوولیت نه لري؛ خو بیا یې هم اقدامات ترسره کړي چې ځینو لوړ پوړو ودانیو د سون توکو د فلتر کولو الې نصب کړې او یو شمېر نورو ته خبر ورکړل شوی څو دغه فلټرونه ولګوي.
د معلوماتو له مخې، د هغو څېړنو پر اساس چې په ۱۳۴۳ کال کې ترسره شوې، یوازې په جوزجان ولایت کې شاوخوا یو ميلیارد متر مکعب طبیعي ګاز شتون لري چې دا مهال د ۳۶ څاګانو له لارې د هغه استخراج دوام لري.
یوې سرچینې پژواک ته وویل چې په ټوله کې په جوزجان کې د نفتو ۱۳۶ څاګانې موجودې دي چې سل یې غیر فعالې دي او که د هغو پر استخراج پانګونه وشي، دغه ولایت کولای شي د افغانستان د طبیعي ګازو اړتیاوې پوره کړي.
سلطانزوی وویل: «د فلټرونو د نصب سربېره، د هوا له ککړتیا د مخنیوي لپاره باید له نورو ګزینو کار واخیستل شي او د لوګي کوونکو توکو لکه د ډبرو سکرو پر ځای د افغانستان له طبیعي ګازو ګټه اخیستل کولای شي له موږ سره د هوا د ککړ تیا په مخنیوي کې مرسته وکړي، کله چې د ولسي جرګې له لارې د خلکو په خدمت کې وم، یوه طرحه مې حکومت ته وړاندې کړه چې د ۳۰۰ میليونو ډالرو په پانګونه کولای شو د پایپ له لارې د افغانستان طبیعي ګاز له کابل سره ونښلوو؛ خو له بده مرغه چې زموږ د انرژۍ سیستم د څو کمپنیو په انحصار کې دی او دغه کار یې په ګټه نه و، د دغه کار مانع شول. موږ کافي طبیعي ګاز لرو چې کولای شي له موږ سره د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مرسته وکړي.»
سلطانزوی د کومې کمپنۍ نوم وانه خیست چې د هغه په خبره د یادې طرحې د عملي کولو پر وړاندې درېدلې ده.
هغه له جرګې وغوښتل څو د قانون جوړوونکي بنسټ په توګه د هېواد له شماله کابل ته د طبیعي ګازو د لېږد پر طرحه کار وکړي او د عملي کولو لپاره یې حکومت ته وړاندې کړي څو د هېواد له طبیعي سرچینو په استفاده، په کابل ښار کې د ککړې هوا مخنیوی وشي.
د کابل ښاروال د دغه ښار په کچه د لاسي پلورونکو راټولولو په اړه وویل: «کراچۍ او لاسي پلورونکي له ښاره نه لرې کوو، یوازې نوعیت یې بدلوو، څو نه یوازې دا چې لاسي پلورونکي د ګڼې ګوڼې سبب نه شي، هغوی په ښار کې د ننه څوک ونه ځوروي.»
هغه زیاته کړه چې ښاروالۍ یوه مقرره جوړه کړې او د تصویب لپاره یې عدلیې وزارت ته لېږلی ده چې له مخې یې ټول لاسي پلورونکي او د کراچیو چلوونکي ثبت او بایومیټریک کېږي او هغوی ټول اړ دي چې د کار د جواز او دولت ته د مالیې ورکولو په بدل کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، د دې مقررې له مخې ټولو لاسي پلورونکو ته په خپلو سیمو کې بې ټایرونو کراچۍ ورکول کېږي چې دغه ثابتې کراچۍ نه یوازې د ګڼې ګوڼې سبب نه شي، له یوه ځایه بل ځای ته هم انتقال نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن