ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میوند ولسوالۍ موټر بم برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي

د میوند ولسوالۍ موټر بم برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي

author avatar
9 Nov 2020 - 10:34
د میوند ولسوالۍ موټر بم برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي
author avatar
9 Nov 2020 - 10:34

تعقيبي-کندهار (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): د کندهار د میوند ولسوالۍ په موټر بم برید کې د ملکي او نظامي وګړو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې برید کې چې تېره شپه د یوه مازدا موټر په وسیله په میوند ولسوالۍ کې د لویې لارې د امنیت ساتنې پر کنډک شوی، ۱۱ تنه وژل شوي چې درې یې پولیس او اته یې ملکي وګړي دي او ۲۲ تنه نور ټپيان شوي چې یوولس یې امنیتي سرتېري دي.

دی وايي، په وژل شوو او ټپي شوو ملکي وګړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کندهار والي حیات الله حیات دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې وسله وال د مخامخ جګړې توان نه لري او دغسې بریدونه تر سره کوي چې ډېره مرګ ژوبله په کې ملکي وګړو ته اوړي.

په دې اړه د والي له خولې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برید لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې او د ځايي خلکو کورونه، دوکانونه او د یوه ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ، ملکي او نظامي تاسیسات يې نړولي دي.

هغه زیاتوي، د هېواد دښمنان به د خپلو دغسې کړنو له امله د ولس له کرکې او امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ وي او و به نه توانېږي چې د سولې او امن د ټینګښت لپاره د ولسونو او امنیتي ځواکونو اراده کمزورې کړي.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د اووه بجو په شاوخوا کې وسله والو طالبانو د کندهار- هرات لویې لارې پر کنډک د مازدا په وسیله موټر بم برید وکړ چې ۳۳ وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړه، دغه کنډک د میوند ولسوالۍ په بازار کې دی چې شاوخوا یې کورونه او دوکانونه دي.

د ده په خبره، د چاودنې د شدت له امله د کنډک ودانۍ، کورونو او دوکانونو ته دروند زیان اوښتی دی.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د میوند له پېښې دوی ته یو ښځینه جسد او ۳۶ ټپیان وروړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ټپیانو کې پولیس او ملکي وګړي دواړه شامل دي.

دی وايي، د ټپیانو درملنه روانه ده او د ځینو ټپونه ژور دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.