کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): د کابل پولیس وایي، د دغه ښار د دوولسمې حوزې اړوند په څرخي پله سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه کسان ټپیان کړي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې وشوه او ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د کابل ښار په ځینو برخو کې د درېیو ځای پر ځای شوو ماینونو په چاودنو کې درې نظامیان او دوه ملکي وګړي ووژل شول او دوه نور ټپیان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن