Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني: د تدارکاتو برېښنايي سيستم ته دې پراختيا ورکړل شي

ولسمشر غني: د تدارکاتو برېښنايي سيستم ته دې پراختيا ورکړل شي

author avatar
13 Nov 2020 - 10:47
ولسمشر غني: د تدارکاتو برېښنايي سيستم ته دې پراختيا ورکړل شي
author avatar
13 Nov 2020 - 10:47

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د ملي تدارکاتو کمېسیون د امنیتي سکتور د لوژستیک او تدارکاتو مدیریت طرحې، د الکترونیکي تدارکاتو سیستم او د تدارکاتو نظام د اصلاحاتو پر پنځه کلنې ستراتيژې بحث کړی دی.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د لړم ٢٣مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ناوخته په ارګ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې ريیس الهام عمر هوتکي د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشونو د مدیریت پالیسۍ د رهبرۍ کمېټې له لورې د تدارکاتي کادر امتیازي معاشونو د ضریبونو د منظورۍ او همداراز د میک کمېټي د سپارښتنو د تحقق په برخه کې د ملي تدارکاتو ادارې د ښو پرمختګونو په اړه چې د دې کمېټې د تعقیبي څارنو د موندنو پر بنسټ ښودل شوي دي، معلومات ورکړل.

هوتکي همدا راز د تدارکاتي تړونونو په پروسو کې د اسانتیاوو او پړاوونو د موثریت د سطحې په اړه وویل، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرونایي وضعیت باوجود هم د تېر په پرتله د تدارکاتي تړونونو بهیر د اجرااتي کیفیت ساتنې سره ۲۴ سلنه موثریت زیات شوی دی.

وروسته د (۱۴۰۰-۱۴۰۵) تدارکاتي نظام د اصلاحاتو پنځه کلنې ستراتيژۍ عمده موخې چې پر مدرنیزه کولو او د اصلاحاتو بهیر پر پیاوړتیا متمرکزه دي او همداراز د افغانستان د پرانیستي او برېښنایي تدارکاتي سیستم د انکشاف په ځانګړي ډول د برېښنایي داوطلبۍ سیستم د تطبیق په اړه د ملي تدارکاتو ادارې ريیس معلومات وړاندې کړل.

د ملي تدارکاتو ادارې ريیس د ولسي جرګې کمېسیونونو او په ملي شورا کې د خلکو استازو ته د دغې ادارې د حساب ورکولو او ځواب ویلو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، اوس د ولس استازي کولای شي د برېښنایي تدارکاتو له سیستمه په استفادې د پروژو تدارکاتي پړاوونو پرمختګونه وڅاري.

وروسته د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د لوژیستیک او تدارکاتي مدیریت طرحه چې د امنیتي سکتور پیاوړتیا کنفرانس د بحثونو د پایلو پر بنست تسوید شوې ده، کمېسیون ته وړاندې شوه.

وروسته ولسمشر غني د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د لوژیستیک او تدارکاتو مدیریت طرحې په اړه لارښوونه وکړه چې د کمېسیون غړي دې په لیکلې بڼه خپل نظریات شریک کړي او همداراز دې یاده طرحه د اړوندو وزارتونو او ادارو په ګډون د کابینې غونډې ته د پرېکړې لپاره وړاندې شي.

جمهور رييس د برېښنایي تدارکاتو سیستم د انکشاف په اړه د دغو سیستمونو د تطبیق په برخه کې پر لازمې پاملرنې ټینګار وکړ، ځکه د هیواد راتلونکی اقتصادي مراودات د ډیجیټل جوړولو د لید لوري پر تحقق استوار دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.