ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: کونړ کې وسله وال طالبان ځپل شوي او د جګړې توان یې له لاسه ورکړی

امنيه قوماندان: کونړ کې وسله وال طالبان ځپل شوي او د جګړې توان یې له لاسه ورکړی

author avatar
17 Nov 2020 - 20:00
امنيه قوماندان: کونړ کې وسله وال طالبان ځپل شوي او د جګړې توان یې له لاسه ورکړی
author avatar
17 Nov 2020 - 20:00

کابل (پژواک، ۲۷ عقرب ۹۹): د کونړ ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې وسله والې ډلې ماتې شوې دي او له افغان ملي او دفاعي ځواکونو سره یې د جګړې توان له لاسه ورکړی.

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار نن د لړم په ٢٧مه، د خلکو او پولیسو ترمنځ د باور جوړونې په ولسي غونډه کې وويل، په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو په تېرو درې میاشتو کې غوښتل چې د څو ولسوالیو کنټرول په خپل لاس کې واخلي، خو بریالي نه شول.

ده زیاته کړه، طالبانو په کونړ کې درې میاشتې مسلسل پر امنیتي پوستو او ولسوالیو ډله يیز بریدونه وکړل، خو یوه پوسته یې هم ونه نیوله، د افغان ملي او دفاعي ځواکونو له خوا د ولس په همکارۍ سره سخت وځپل شول او له ماتې وروسته تښتې ته اړ شول ۔

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو د ریاست د تحلیل او ارزیابۍ مسوول سمونمل محمد جاوید هم په دې ناسته کې وویل، چې په  کونړ ولایت کې يې ١٥ د ولسي پولیسو ولسي شوراګانې جوړې کړي، چې په دغو شوراګانو کې متقاعدین، استادان، قومي مخور، دیني عالمان او ښځې شتون لري ۔
هغه زیاته کړه، دغه شوراګانې به پولیس د خلکو خدمت ته هڅوي او له خپلسرو کړنو نه به یې منعه کوي، همدارنګه د ولس او پولیسو ترمنځ به اړیکې پیاوړې کوي، نوموړي وویل دې شوراګانو په کونړ ولایت کې ډېره ښه نتیجه ورکړې، ډېرې بریالۍ دي۔
د کونړ والي محمد اقبال سعید هم وویل، کونړ کې وسله والې ډلې ماتې شوې او له افغان ملي او دفاعي ځواکونو سره یې د جګړې توان له لاسه ورکړی.

د ولایتي شورا ریيس ولایت خان بیا د مرکزي ادارې نه غوښتنه وکړه چې محلي پولیس د کونړ ولایت د امنیت لپاره ګټور ثابت شوي، باید لغوه نه شي، باید ښه تجهیز او زیات شي ترڅو د کونړ امنیت له کومې ستونزې سره مخ نه شي۔
قومي مشر خان باچا وویل، ولس بې دریشۍ د خپل حکومت عسکر دى او له خپلې خاورې څخه دفاع کوي.
د هغه په وينا، پکار ده چې حکومت هم ولس ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د ولسي پولیسو شورا ګانې دې پیاوړې کړي، ترڅو خلک له پولیسو سره په سمه او ښه توګه همکار شي ۔

نوموړي غوښتنه وکړه چې د ولسي پولیسو شوراګانې دې په ولسوالیو کې میاشتنۍ غونډې وکړي۔ 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.