ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بندرونو بستونو ته د ځينو بریالیو افسرانو نه معرفي کېدل د پوښتنې وړ دي

د بندرونو بستونو ته د ځينو بریالیو افسرانو نه معرفي کېدل د پوښتنې وړ دي

author avatar
17 Nov 2020 - 10:36
د بندرونو بستونو ته د ځينو بریالیو افسرانو نه معرفي کېدل د پوښتنې وړ دي
author avatar
17 Nov 2020 - 10:36

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): یو شمېر پولیس افسرانو د هېواد د بندرونو مختلفو بستونو کې د ګومارنې لپاره ازموینه ورکړه خو له بریالیتوب وروسته یادو بستونو ته د معرفي کېدو پر ځای ۱۳ کسان پخوانیو دندو او نهه کسان «فعال احتیاط » ته معرفي شوي دي.

یاد افسران په داسې حال کې مخکنیو دندو یا «فعال اختیاط» ته معرفي شوي چې د دوی په خبره، له ازموینې وروسته یې د ګومارنې ټول مراحل طی شوي او له کوم لامل پرته ورته د بندرونو په بستونو کې د ګومارنې اجازه نه ده ورکړل شوې.

په فعال احتیاط کې افسر په کوم بست کې کار نه کوي خو معاش ترلاسه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د یوه جدول کاپي په ډاګه کوي چې د سرحدي بستونو په ازموینه کې ۲۷۵ شامل شوي دي.

د یو بل جدول له مخې، له یادو ۲۷۵ کسانو څخه ۶۷ کسانو ورپسې مرحلې ته لار موندلې چې له دې ډلې ۱۶ کسان د سیمې امریت او د ۱۶ بندرونو (تورخم، حیرتان، اقینه، تورغونډۍ، اسلام کلا، ابو نصر فراهي، سپین بولدک، غلام خان، ابرېشم پل، شېرخان بندر، ای خانم، نسي درواز، شغنان، جامرج بالا، اشکاشم او پل خواهان) کنټرول ته وړاندیز شوي او شپږ نور کسان د «د تګ راتګ او کنټرول سیمو د امریت ریزرف» په دغه جدول کې شامل شوي دي.

دغه راز ۱۵ کسان د عبور یا تېرېدو سیمو او بندرونو د کنټرول د مرستیال امرینو په توګه، څلور کسان د تېرېدو سیمو او بندرونو د کنټرول د مرستیال امریت د ریزرف، ۱۵ کسان د تګ راتګ او کنټرول د سیمو د ویزو د کنټرول امریت او ۱۱ کسان د تګ راتګ او کنټرول د سیمو د ویزو د کنټرول امریت د ریزرف په توګه د یادو بندرونو لپاره په دغه جدول کې شامل دي.

د تګ راتګ او کنټرول سیمو امریتونه:

د کورنیو چارو وزارت د روان کال د تلې د لومړۍ نېټې د امریت کاپي په ډاګه کوي چې ۱۶ کسان (امرالله، صلاح الدین، سید اکبر، سخي داد، محمد طاهر، عزیزالرحمن، عبدالستار، حبیب الله، محمد نواب، ذکرالله، محمد صالح، توفیق، فریدالله، عبدالغفار، عبدالغني، عزیزالله) په ترتیب سره د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، ابو نصر فراهي، ابرېښم پل، اسلام کلا، تورغونډۍ، اقینې، حیرتان، شېرخان بندر، ای خانم، نسي درواز، شغنان، جامرج بالا، اشکاشم او پل خواهان بندر د تګ راتګ او کنټرول د سیمو د امرینو په توګه تعیین او منظور شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د پرسونل او تعلیماتو چارو معینیت د پېژنتون عمومي ریاست د روان کال د تلې د ۱۶مې نېټې په مکتوب کې راغلي چې محمد نواب، عزیزالرحمن، سخي داد او امرالله دې خپلو مخکنیو دندو ته دوام ورکړي.

دغه راز په یاد مکتوب کې راغلي، عبدالستار، صلاح الدین او سیداکبر دې د فعال احتیاط په حاضرۍ کې تنظیم شي خو په یاد مکتوب کې د پاتې اتو کسانو په اړه یادونه نه ده شوې.

د تګ راتګ او کنټرول سیمو مرستیالي:

دغه راز د کورنیو چارو وزارت د تلې میاشتې د لومړۍ نېټې بله امریه ښيي چې ۱۵ کسان (محمد حامد، احمد مشتاق، هارون، پروېز، فرهاد محمد، شېرزمان، سنګرخان، جان علي، نصیرخان، احمدفدا، عزت الله، عزیزالله، عبدالرحیم، محمدنبي، حبیب الله) په ترتیب سره د سپین بولدک، غلام خان، ابو نصرفراهي، ابرېښم پل، اسلام کلا، تورغونډۍ، اقینه، حیرتان، شېرخان بندر، ای خانم، نسي درواز، شغنان، جامرج بالا، اشکاشم او پل خواهان د تګ راتګ او کنټرول سیمو د مرستیالانو په توګه تعیین او منظور شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د پرسونل او تعلیماتو چارو معینیت د پېژنتون عمومي ریاست په یاد مکتوب کې راغلي، سنګرخان، شېرزمان، هارون، محمد حامد او احمد مشتاق دې خپلو مخکنیو دندو ته دوام ورکړي.

په یاد مکتوب کې راغلي، جان علي او فرهاد دې د فعال احتیاط په حاضرۍ کې تنظیم شي خو په یاد مکتوب کې د پاتې اتو کسانو په اړه څه نه دي راغلي.

د وېزې او پاسپورت د کنټرول امریتونه:

دغه راز د کورنیو چارو وزارت یوه بله جلا امریه ښيي چې ۱۵ کسان (نورالله، شرف الدین، فرشید احمد، محمد تقي، قدرت الله، سمسور، شبیر احمد، محمداصف، وحیدالله، عبدالنوید، نهضت الله، بریالی، سید حمیدالله، مجیب الرحمن او جلال الدین) په ترتیب سره د سپین بولدک، غلام خان، ابونصر فراهي، ابرېشم پل، اسلام کلا، تور غونډۍ، اقینه، حیرتان، شېرخان بندر، ای خانم، نسي درواز، شغنان، جامرج بالا، اشکاشم او پل خواهان بندرونو د وېزې او پاسپورټ د کنټرول د امرینو په حیث تعیین او منظور شوي دي.

خو په یاد مکتوب کې راغلي چې شرف الدین او شبیر احمد دې خپلو مخکنیو دندو ته دوام ورکړي.

دغه راز په یاد مکتوب کې راغلي چې محمد اصف، سمسور، نورالله او فرشید احمد دې د فعال احتیاط په حاضرۍ کې تنظیم شي خو په یاد مکتوب کې د پاتې نهو کسانو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه راز په یاده امریه کې راغلي:”د لومړي څارن قدرت الله چې د ۲۸ – ۱۱- ۱۳۹۸ مې نېټې د ۱۶۸۸ شمېرې امرییې له مخې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوجۍ د عومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د عمومي مدیریت د سیار سپورټ د ای ټي د مسوول په توګه منظوري درلوده، ګومارنه یې لغوه او د مخکې په څېر دې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوجۍ د عمومي ریاست د ستراتیژیکو اړیکو عمومي مدیریت د سیار سپورټ ای ټي مسوول په څارمن بست کې دنده ترسره کړي.”

خو په یاده امریه کې نه دي ویل شوي چې قدرت الله په کوم تازه بست کې پر دنده ګومارل شوی و.

لومړي څارمن نورالله چې له ازموینې وروسته د سپین بولدک د تګ راتګ او کنټرول سیمې امریت د ویزو او پاسپورټ د کنټرول امر په توګه وټاکل شو، د معترضو افسرانو په استازیتوب یې له پژواک سره خبرې وکړې.

نورالله وویل، یاد افسرانو ته په داسې حال کې په هغو بستونو کې د دندو ترسره کولو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ازادې سیالۍ له لارې ورته بریالي شوي چې له ازموینې وروسته یې اسناد د ملي امنیت شورا د تذکیې ریاست ته لېږل شوي وو او د دغه ریاست له تاییدۍ وروسته یاد افسران پر دغو بستونو د ګومارنې لپاره په ۱۵ ورځني کورس کې هم ګډون کړی او له یاد کورس څخه یې د فراغت اسناد ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، پر دې نه پوهېږي چې ولې یاد افسران هغو بستونو ته نه دي معرفي شوي چې د ازادې سیالۍ له لارې ورته بریالي شوي دي.

د هغه په خبره، معترض افسران د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال پاسوال محمد انور بریپال ته شکایت کړی خو هغه یې ستونزه حل نه کړه او د کورنیو چارو وزارت دفتر یادو افسرانو ته اجازه ورنه کړه چې خپل شکایت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست مسعود اندرابي سره شریک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین مني چې د یادو بستونو لپاره ازموینه اخیستل شوې او دې بستونو ته کسان هم بریالي شوي دي.

خو هغه په دې اړه چې ولې یاد افسران هغو بستونو ته د معرفي کېدو پر ځای چې د ازادې سیالۍ له لارې ورته بریالي شوي فعال احتیاط ته معرفي شوي او یا دوی ته ویل شوي چې پخوانیو دندو ته دوام ورکړئ؟ وویل: ” د کمېټو پرېکړه همدا ده، دا د یو کس مسئله نه ده… د کمېټو او رهبرۍ نظر دا دی چې دوی باید نورو ځایونو ته ولاړ شي… ښايي دلته نور لومړیتوبونه ولري، مثلاً په هغې برخه کې د مسلکي تجربې لرل، دا سمه ده چې دوی ازموینه ورکړې او بریالي شوي، دا په دې معنا نه ده چې دوی باید حتمن او سل سلنه هماغې کمېسارۍ (په بندرونو کې د تګ راتګ او کنټرول سیمو امریت) ته لاړ شي، دوی د خپلو نومرو او لیاقت پر اساس په داسې برخه کې چې غوره کاري تجربه په کې لري ګومارل کېږي او هېڅوک بېکاره نه پاتې کېږي.”

دا په داسې حال ده چې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني د شنبې ورځې (د لړم ۱۷مه) په ناسته کې وویل: “درنو وکیلانو! موږ له چا سره شخصي دښمني نه لرو، کمېساران یې وټاکل او ازموینه یې ورکړه، محب [د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب] ویلي چې ازموینه شفافه نه ده، که شفافه نه وي نو ولې دې دوی نیمايي روان کړي؟”

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وویل: ” په دې ازموینه کې هېڅ ډول سازش او درغلي نه ده شوې… که نور معیارونه لکه شفافیت، کاري تجربه او نور مسایل رامخکې شي، نظام او حکومت دا صلاحیت لري… د ادارې نظر دا دی چې همدغه کسان چې نومرې لري، د تحصیلي اسنادو او وړتیا له مخې په نورو ځایونو کې جذب شي.”

هغه زیاته کړه چې فعال احتیاط د یو کس د بېکارۍ په معنا نه، بلکې په دې معنا دی چې یاد کسان به په وړ ځایونو کې مقرر شي.

د پوښتنې وړ اقدام

متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، دا چې له کسانو څخه د مشخصو بستونو لپاره ازموینه اخیستل کېږي او د ګومارنې نورې مرحلې یې طی کېږي خو وروسته وزارت په دې اړه د ازموینې خلاف تصمیم نیسي د پوښتنې وړ ده.

امرخېل په دې اړه چې د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې فعال احتیاط یا نورو مخکنیو دندو ته د افسرانو معرفي کېدل د اړتیا له مخې ترسره شوي وویل: “د لزوم دید یادول یوه پلمه ده، که دغه کسان د لزوم دید له مخې ټاکل کېدل نو بیا ازموینې او نورو طی مراحلو ته څه اړتیا وه. ”

د نظامي چارو دغه شنونکي زیاته کړه: ” خبره دا ده چې په افغانستان کې فساد او روشوت اخیستل اوج ته رسېدلي، رشوت په ښکاره توګه اخیستل کېږي، په افغانستان کې بستونه سرقلفي دي او پیسې یې مخکې له مخکې معلومې دي. ”

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.