ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د کرونا ٢٥٣ نوې مثبتې پېښې ثبت او ٥ تنه مړه شوي

افغانستان کې د کرونا ٢٥٣ نوې مثبتې پېښې ثبت او ٥ تنه مړه شوي

author avatar
19 Nov 2020 - 14:07
افغانستان کې د کرونا ٢٥٣ نوې مثبتې پېښې ثبت او ٥ تنه مړه شوي
author avatar
19 Nov 2020 - 14:07

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٥٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٤١٧٧ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٢٠١ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٥٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٤١٧٧ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٧٨ کسان په کابل، ٧١ هرات، ١١ په بلخ، ٢٣ ننګرهار کې ، ٣٤ غزني، ١١ بدخشان، کندوز، بادغيس او زابل کې څلور، څلور ، کندهار کې پنځه، فراه کې شپږ او غور ولايت کې دوه پېښې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٤کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٥٣٣٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٥ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٦٥٠ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي او وزارت په رسمي توګه د دويمې څپې د پيلېدو اعلان کړى دى.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.