کابل (پژواک، د لیندۍ لومړۍ، ۹۹): د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې تر لسو ډېر راکټونه ولګېدل، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه راکټونه له کوم ځای نه توغول شوي دي.
دغه راکټونه نن سهار نږدې نهه بجې د ښار په مرکزي سیمو کې ولګېدل.
عیني شاهدان وایي، چې دغه راکتونه د مخابراتو وزارت ته څېرمه، وزیر اکبرخان، کلوله پشته او شهرنو سیمو کې لګېدلي دي.
تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه دي تر لاسه شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن