ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اطلاعاتو او کلتور وزارت د ننګرهار د تاریخي ځایونو بیارغولو ژمنه وکړه

اطلاعاتو او کلتور وزارت د ننګرهار د تاریخي ځایونو بیارغولو ژمنه وکړه

author avatar
21 Nov 2020 - 17:13
اطلاعاتو او کلتور وزارت د ننګرهار د تاریخي ځایونو بیارغولو ژمنه وکړه
author avatar
21 Nov 2020 - 17:13

جلال اباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار کې د امنيتي ساحې له پراختيا سره د ګرځندوی صنعت د پراختيا هيلې زياتې شوې او ډاډ يې ورکړی چې د دغه ولايت د تاريخي ځايونو د بيارغونې برخې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

دغه راز د ننګرهار ولايتي اداره هم ډاډ ورکوي، ډېرې هغه ولسوالۍ اوس امن شوې چې يا په کې تاريخي ځايونه موجود دي او يا يې هم طبيعي ښکلا د سيلانيانو پام ور اړولی شي.

مسوولينو دا څرګندونې د لېندۍ په لومړۍ نېټه په جلال اباد ښار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په ننګرهار کې د ګرځندوی د وضعيت او پر کليوالي پراختيا يې د اغېزو په تړاو جوړ شوي علمي سيمينار کې وکړې.

دغه سيمينار کې د خبرو پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي ادارې او د ګرځندوى معينيت له خوا جوړل شوى و.

مژګان مصطفوي هيله څرګنده کړه چې د ننګرهار لرو پرتو ولسواليو کې د امنيت له پراخوالي سره د ګرځندوی صنعت د پراختيا هيلې ډېرې شوې دي.

نوموړې وويل: ((د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې د امنيت شتون يو ښه زېری دی او موږ ته دا هيله مندي راکوي چې موږ ګرځندوی صنعت د پراختيا لپاره په ولسواليو کې کار وکړو، موږ پرون کوز کونړ ولسوالۍ ته تللي وو، د پخوا په پرتله یې د امنيت په برخه کې ډېر پرمختګ راغلی دی.))

هغې زياته کړه، د کرونا څپې له تېرېدو وروسته يې ولايتونو ته په همدې موخه سفرونه پيل کړي چې د ګرځندوی صنعت د پراختيا لپاره ارزونه وکړي او هغه تاريخي ځايونو د بيارغونې لپاره پلانونه جوړ کړي چې د سيلانيانو د ورتګ مخه ورته کېدلی شي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، د دغه ولايت ۲۲ ولسوالۍ په امن کې دي او هغو ځايونو کې خو امنيتي خطرات بېخي کم شوي چې يا تاريخي ځايونه لري او يا یې هم طبيعي ښکلا د سلانيانو پام ور اړولی شي او په دې برخه کې يې د پچيراګام او دره نور ولسواليو ځانګړې يادونه هم وکړه.

هغه زياته کړه: ((دلته تاريخي پارکونه، قصرونه، بڼونه او نور مهم او ښکلي ساحې شته چې له تېرو پېړيو راهيسې پاتې دي، په  ليدلو ارزي، خلک بايد راشي امنيت يې موږ تامينوو.))

په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس رحيم الله خوږياڼي وويل، له ننني کنفرانسه يې موخه په دغه ولايت کې د شته تاريخي ځايونو، سيمو، ودانيو او نورو ابداتو ارزونه او د خلکو خبرتیا ده چې خلک له دغو سيمو خبر او د ليدلو لپاره يې راشي.

دی وايي، ګرځندوی داسې يو صنعت دی چې د يوې سيمې اقتصاد، امنيت، کليوالي صنعت او پرمختګ ورسره راتللی شي نو ځکه دوی د دغې برخې د غني کېدو لپاره هڅې پيل کړې دي.

په ننګرهار کې د هډې د تاريخي غونډۍ، مملې باغ، جلال اباد شاهي ماڼۍ، سبزاباد غونډۍ، د سره رود استوپو سربېره لسګونه نور تاريخي ځايونه او تاريخي ابدات موجود دي چې په بيارغونې سره يې هره مياشت د زرګونو سيلانيانو د راتګ زمينه برابرېدلی شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.