Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې په جنګي جرمونو تورنو ۹ اسټرالیايي سرتېرو ځانوژنه کړې

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۹): په افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته ۹ استرالیایي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.

د استراليايي ځواکونو د څېړنو ادارې د تېرې پنج شنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) راپور ورکړ چې د دغه هېواد سرتېرو د ناټو په چوکات کې په افغانستان کې د فعالیت پر مهال ۳۹ ملکي افغانان په قصدي توګه وژلي دي.

د مېل انلاین په نوم یوې نړۍوالې رسنۍ نن راپور ورکړی چې په افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو د راپورنو له خپرېدو وروسته د استرالیایي ځواکونو ۹ کسانو ځان وژنه کړې ده.

دغې رسنۍ لیکلي چې په تېرو درېیو اوونیو کې اتو نارینه وو او یوې ښځينه سرتېرو ځان وژنه کړې چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۵۰ کلونو پورې ښودل شوي دي.

یاد راپور کې د اسټرالیا دفاعي ځواکونو یوه غړي له قوله راغلي چې دغه کار د اسټرالیا په تاریخ کې بې مخینې دی.

دغه راز مېل انلاین د دغه هېواد دفاع وزیر لیندا رینالډز له قوله لیکلي چې هغه د تېرې جمعې په ورځ وویل چې “په بشپړ ډول د ښکاره وژنې او جنګي جرمونو ځورونکو تورونو”  له رواني ناروغۍ سره مخ کړي دي.‎

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم د تېرې جمعې په ورځ وویل چې اسټرالیا هېواد دې د قربانیانو د وارثینو غږ واوري او د هغوی حقوق دې تامین کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.