ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: د سولې خبرو له پيل سره سم افغانستان کې تاوتريخوالى ډېر شوى

اتمر: د سولې خبرو له پيل سره سم افغانستان کې تاوتريخوالى ډېر شوى

author avatar
23 Nov 2020 - 17:36
اتمر: د سولې خبرو له پيل سره سم افغانستان کې تاوتريخوالى ډېر شوى
author avatar
23 Nov 2020 - 17:36

کابل (پژواک، ۳ ليندۍ ۹۹): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې افغان حکومت له کوم توافق پرته زرګونه طالب بندیان ازاد کړل، خو بيا هم تاتريخوالى د کم پرځاى ډېر شوى دى.

نوموړي دغه څرګندونې نن د ليندۍ په درېيمه د افغانستان په اړه د جينوا د مرستو او همکاريو په جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې وکړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنیف اتمر وويل چې افغان حکومت له کوم توافق پرته زرګونه طالب بندیان ازاد کړل، خو بيا هم تاتريخوالى د کم پرځاى ډېر شوى دى.

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی چې په وینا يې د سولې له خبرو سره هم مهاله باید تاوتریخوالی کم شوى واى.

اتمر وویل چې ترهګري د افغانستان او نړیوالې ټولنې لپاره ګډ خطر دی او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د څلورو لسیزو جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی او سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره په ګټه ده.

دغه راز د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني هم په یاده غونډه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پرکمېدو ټینګار وکړ.

نوموړې زیاته کړه چې د افغان سولې بهیر کې باید د افغان مېرمنو د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي وي او د سولې بهیر کې بايد رغنده ونډه ورکړل شي.

د رولا غني په وینا، هغه سوله چې د افغان مېرمنو حقوق په کې تضمین شوي نه وي هغه تلپاتې سوله نه شي کېدای.

د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې له خوا جنیوا کنفرانس کې د افغانستان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم وویل چې د طالب بندیانو له خلاصېدو سره بیا هم تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

هغه وویل چې د هلمند ولایت په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د طالبانو له خوا تاوتریخوالی زیات شوی او یو شمېر افغانان د قرباني کېدو ترڅنګ کډوال شوي هم دي.

معصوم ستانکزي همدارنګه زیاته کړه چې اوس مهال له طالبانو سره د سولې خبرې له ستونزو څخه ډکې دي، خو هیله یې وښوده چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره لارې شته دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم په نننۍ ناسته کې وویل، افغانستان د سولې بهیر کې د تېرو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې په موخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه وویل، چې افغانان د هغې سولې ملاتړ کوي کومه چې په افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

د يادونې ده چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ د شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو مرستندویو سازمانونو وزیرانو او استازو د کرونا ويروس له امله په انلاين ډول ګډون کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.