ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېل ختيځ زون عالمان: هېواد کې جګړې ته دوام ورکول ناروا عمل دى

د سوېل ختيځ زون عالمان: هېواد کې جګړې ته دوام ورکول ناروا عمل دى

author avatar
23 Nov 2020 - 11:39
د سوېل ختيځ زون عالمان: هېواد کې جګړې ته دوام ورکول ناروا عمل دى
author avatar
23 Nov 2020 - 11:39

ګردېز (پژواک، ٣ ليندۍ ۹۹): د سوېل ختيځ زون ديني عالمان وايي چې په هېواد کې جګړې ته دوام ورکول يو ناروا عمل دى، ځکه د مسلمانانو له لوري د مسلمانانو پر وړاندې جګړه ده.

د سوېل ختيځ زون ديني عالمانو پرون د ياد زون په مرکز ګردېز کې يوه لويه غونډه جوړه کړې وه.

په ياده غونډه کې د غزني ولايت ديني عالم مولوي محمد اسماعيل روحاني د افغان ځواکونو فعاليتونه او جګړه جهاد وباله او ويې ويل چې ياد ځواکونه د هېواد د پولو، خلکو او ملي او اسلامي ارزښتونو ساتونکي دي او د اسلام له نظره يې ملاتړ لازم دی.

اسماعيل وايي: ((د مسلمان وژنه حرامه ده، خو طالبان يې وژني او د دين جهاد ورته وايي. طالبه نور له خدايه وډار شه.))

د خوست ولايت د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد وويل چې وسله وال طالبان د خپل افغانيت د ادعا په اثبات کې پاتې راغلي او اوسمهال بايد ثابته کړي چې افغانان دي.

محمد وايي: (( له کفارو سره یې سوله وکړه، خو له مسلمانانو سره يې جنګ اعلان کړ. دا ډېره لويه بدبختي ده او دا د اسلام او مسلمانۍ خلاف عمل دی.))

د لوګر ولايت ديني عالم مولوي محمدعارف عرفان اوربند او سوله د افغانانو تر ټولو لويه غوښتنه او د اسلام له نظره د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره لازمي پديدې يادې کړې او ويې ويل چې د روانې جګړې ګټې پرديو ته رسيږي.

عرفان پژواک وويل:((په بېلابېلو نومونو جګړه روانه ده او مختلف دلايل ورته تراشل کيږي، خو نبي کريم “ص” فرمايي هغه بشپړ مسلمان نه دی چې نور يې د لاس او ژبې له شره په امان نه وي.))

د پکتيا د ديني عالمانو د شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې افغانان له جګړو ستړي دي او دې حالت ته رسېدلي چې نور عملا لاس په کار او د جګړه مارو پر وړاندې ودريږي.

حقبيان زياته کړه: ((څوک چې امن او سوله غواړي، موږ به ور سره ودريږو او مقابل جانب ته به ځواب ورکړو.))

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې.

د يادونې ده چې له تېر شاوخوا دوه نيمو مياشتو راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اړوند خبرې روانې دي، خو تر اوسه يوې لومړنۍ پايلې ته هم نه دي رسېدلي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.