Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوو خبريالانو جسدونه د کابل استاليف ولسوالۍ کې موندل شوي

چاريکار(پژواک، ٧ ليندۍ ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې د دوو خبريالانو جسدونه د کابل ولايت  په استالېف ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ ولسوال خواجه محمد حنيف صديقي د ليندۍ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شويو کسانو کې محمد رفيع صديقي او فهيمه فيضي نومېږي چې پخوا يې له خورشيد تلويزيون سره دندې درلودلې.

هغه زياته کړه، چې دغه دوه کسان له ګازو څخه تر مسموم کېدو وروسته مړه شوي وو، چې جسدونه يې له استاليف څخه د قره باغ ولسوالۍ روغتون ته پرون ماښام لېږدول شوي وو.

بلخوا د قره باغ ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط پژواک ته وويل، چې ددغو کسانو جسدونه په استاليف ولسوالۍ کې په ولسي جرګه کې د سرپل د وکيل اکبرباى له باغ څخه موندل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دا لا نه ده معلومه، چې دوى څه ډول ژوند له لاسه ورکړى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين هم وايي چې دغه دوه خبريالان د ګازو له امله مړه شوي او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې رفيع صديقي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رسنيو د کميسيون د مشر په توګه دنده ترسره کوله، دغه راز هغه له دې مخکې د خورشيد تلويزيون اجراييوي رييس او د کانونو وزارت د وياند په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.