ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تېر ۲۴ ساعتونه ١٢١ کسان پر کرونا اخته او ١٢ يې له امله مړه شوي

په افغانستان کې تېر ۲۴ ساعتونه ١٢١ کسان پر کرونا اخته او ١٢ يې له امله مړه شوي

author avatar
28 Nov 2020 - 14:28
په افغانستان کې تېر ۲۴ ساعتونه ١٢١ کسان پر کرونا اخته او ١٢ يې له امله مړه شوي
author avatar
28 Nov 2020 - 14:28

کابل (پژواک، ٨ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٥٩٦٣ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په اتمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٨٧٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٢١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٥٩٦٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٦٢ کسان په کابل، ١٩ په بلخ، ١١ په کندهار، نهه په ننګرهار، شپږ په بغلان، څلور- څلور په لوګر او زابل، دوه- دوه په باميان، پروان او ارزوګان ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٤٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له یاد ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳٦٦٤٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د یادې ناروغۍ له امله ١٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٧٥٢ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.