چاریکار (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د پروان د کوه ساپي ولسوالۍ ولسوال سمندر سکندري د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ټپي شوی دی.
د کابل د کلکان ولسوال عبدالغفور پوپلزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سمندر سکندري موټر له کابله پروان ته پر لاره و چې نن سهار اووه بجې د کابل ــ پروان د لویې لارې د کلکان ولسوالۍ په بابوش سیمه کې پرې برید وشو.
هغه زیاته کړه چې په یاد برید کې یوازې سکندري ټپي شوی دی.
د کابل د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي د یادې پېښې په تایید پژواک ته وویل، سکندري د پښو په برخه کې ټپي شوی او د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی دی.
د کوه ساپي پر ولسوال د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.