ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اى اېس اى پخوانى مشر: د مجاهدينو په څېر پر طالبانو هم اغېز لرو

د اى اېس اى پخوانى مشر: د مجاهدينو په څېر پر طالبانو هم اغېز لرو

author avatar
2 Dec 2020 - 13:51
د اى اېس اى پخوانى مشر: د مجاهدينو په څېر پر طالبانو هم اغېز لرو
author avatar
2 Dec 2020 - 13:51

کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٩): د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) پخوانی مشرجنرال اسد درانی وايي، د افغان مجاهدینو په څېر یې له وسله والو طالبانو سره هم مرسته کړې او پرې اغېز لري.

اسد دراني دغه څرګندونې له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې او ويلي يې دي چې له افغان مجاهدینو سره یې اړیکې درلودې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو- پخواني شوروي اتحاد- د اېستلو لپاره یې له هغوی سره مرسته کوله.

ده زياته کړې: “له طالبانو سره مو هم دا وکړه، له ټول فشار سره سره موږ پر دوی اغېز وکړ او اړیکې مو ور سره وساتلې.”

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په تېر کې بیا بیا پر پاکستان نیوکه کړې چې طالبانو ته یې خپله خاوره کې ځای ورکړی او ملاتړ یې کوي.

خو پاکستان په رسمي توګه دا تورونه رد کړي وو، خو د بي بي سي د راپور له مخې، په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې کله چې د پاکستان د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز کابل ته سفر درلود، منلې وه چې له طالبانو سره اړیکې لري او له دغو اړیکو به په افغانستان کې د ثبات په ټنګښت کې کار واخلي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر اسد درانی وايي چې اوس پاکستان د سولې له پروسې سره هم مرسته کړې ده.

هغه وايي، پاکستان د خبرو مېز ته د طالبانو تر کېنولو پرته نور ډېر څه نه شي کولی.

ده زياته کړې: “پاکستان دا کولی شي چې پر مجاهدینو او طالبانو خپل اغېز وکاروي دا ویلی شی چې له نورو سره خبرې وکړئ او تاسو چې بیا څه پرېکړه وکړه موږ ته منظوره ده. له دې ډېر څه پاکستان نه شي کولی.”

تر دې مخکې هم اسد دراني په ځينو مرکو کې ويلي و، چې طالبان له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره نه، بلکې د عبدالله عبدالله او محمد محقق په څېر کسانو سره چې “د خاورې بچیان” دي، خبرې کول غواړي.

د اسد دراني په اند، پاکستان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د اغېزناک سیاسي دریځ لرلو لپاره لس کاله مخکې له روسیې او ایران سره اتحاد وکړ او دا چاره اوس له امریکا او افغانانو سره د طالبانو خبرو کې اغېزناکه تمامه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، افغانستان کې د نیواکګرو ځواکونو حضور هېڅکله هم د پاکستان په ګټه نه و او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به پاکستان هغه بري ته ورسېږي چې په لټه کې یې و.

وسله والو طالبانو یا هم پخوانیو مجاهدینو تر اوسه د دراني ددې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

متقاعد جنرال اسد درانی په ۱۹۸۸ زېږديز کال کې د پاکستان د پوځي استخباراتو ډایریکټر جنرال شو، بيا په ۱۹۹۰ کال کې د ای اېس ای مشر وګومارل شو.

هغه په ۱۹۹۳ کال کې له تقاعد وروسته جرمني او سعودي کې د پاکستان سفیر شو.

Views: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.