ګردېز (پژواک ۱۳ لیندۍ ۹۹): د پکتیا والي وايي چې د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د موټربم چاودنه شوې چې درې امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي او ۱۹ ملکي وګړي ټپيان دي.
والي حليم فدایي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه موټربم چاودنه د ګردېږ ښار په منځ کې د امنيتي ځواکونو پر ګډې ګزمې ماخوستن کابو ۷ بجې شوې ده.
ده زياته کړه، په دې چاودنه کې د امنيتي ځواکونو درې تنه وژل شوي او ۱۹ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې موجودو هټيو ته زيان اوښتی دی.
تردې مخکې د پکتيا حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر اصیل خان ناصريي پژواک ته ويلي و چې دوی ته د چاودنې له ځایه پنځه ټپیان ور وړل شوي، چې څلور یې ملکیان او یو پولیس دی.
د دې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP