ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز چاودنه کې ۳ سرتېري وژل شوي او ۱۹ ملکيان دي

د ګردېز چاودنه کې ۳ سرتېري وژل شوي او ۱۹ ملکيان دي

author avatar
3 Dec 2020 - 19:40
د ګردېز چاودنه کې ۳ سرتېري وژل شوي او ۱۹ ملکيان دي
author avatar
3 Dec 2020 - 19:40

ګردېز (پژواک ۱۳ لیندۍ ۹۹): د پکتیا والي وايي چې د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د موټربم چاودنه شوې چې درې امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي  او ۱۹ ملکي وګړي ټپيان دي.

والي حليم فدایي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه موټربم چاودنه د ګردېږ ښار په منځ کې د امنيتي ځواکونو پر ګډې ګزمې ماخوستن کابو ۷ بجې شوې ده.

ده زياته کړه، په دې چاودنه کې د امنيتي ځواکونو درې تنه وژل شوي او ۱۹ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې موجودو هټيو ته زيان اوښتی دی.

تردې مخکې د پکتيا حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر اصیل خان ناصريي پژواک ته ويلي و چې دوی ته د چاودنې له ځایه پنځه ټپیان ور وړل شوي، چې څلور یې ملکیان او یو پولیس دی.

د دې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.