ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوماتونو کې تر درېيم ټولګي د زده کړې موضوع د خلکو غبرګونونه راپارولي

په جوماتونو کې تر درېيم ټولګي د زده کړې موضوع د خلکو غبرګونونه راپارولي

author avatar
7 Dec 2020 - 18:17
په جوماتونو کې تر درېيم ټولګي د زده کړې موضوع د خلکو غبرګونونه راپارولي
author avatar
7 Dec 2020 - 18:17

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٩) : د پوهنې وزارت له خوا له لومړي تر درېيم ټولګي پورې په جوماتونو کې د زده کړې وړانديز د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د پوهنې وزارت دوه ورځې مخکې په يوې خبرپاڼې کې ويلي و چې په خپل جوړښت کې يې بدلون راوستی، څو د ښوونې او روزنې په سیسټم کې اسلام مرکزي رول ولري.

سرچينې زياته کړې وه، د پوهنې وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیسټم کې شامل کړي چې د هغه  پر بنسټ به له لومړيو تر درېيم ټولګیو پورې زده کوونکي په هغو سیمو کې چې ښوونځي ته لاسرسی نه لري، خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې ترسره کوي.

دغه وزارت ويلي و، د زده کړې په درېیو لومړنیو کلونو کې به جومات ته په تګ سره یو پیاوړی اسلامي هویت روښانه او څرګند شي. دغه مهم او لوی بدلون یوه عاقلانه پروګرام ته اړتیا لري ترڅو دغه بدلون په تدریجي ډول ګام په ګام تطبیق شي، مخکې د اسلامي تعلیماتو معینیت یواځې د جوړښت له پلوه معینیت و ، خو د محتوا(صلاحیت او مسوولیت) له نظره یوه کوچنۍ اداره وه.

د پوهنې وزارت دغه اعلان او پرېکړې د خلکو بېلا بېل غبرګونونه راپارولي دي.

د چارو يو شمېر شنونکي د پوهنې وزارت له خوا وروستۍ پرېکړه، چې ګواکې ( له لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي پورې زده کوونکو ته به په جوماتونو کې زده کړې ورکول کيږي) غير عملي بولي.

د پوهنتون استاد خواني همت وايي چې دغه طرحه که څه هم پر ځای ده، خو په اوس وخت کې په افغانستان کې يې د تطبيق لپاره زمينه نه ده برابره.

ده پژواک اژانس ته وويل، جوماتونه د زده کړو لپاره نه مناسب ځای لري او نه هم څو ملايان، چې په يو وخت کې درېيو ټولګيو ته درس ورکړي.

همت وايي، د ملايانو له خوا په نوي ميتود د نه پوهېدو، وهل ډبول او په جوماتونو کې د زده کړو لپاره د مناسب چاپيريال نشتون به دغه پروسه زيانمنه کړي.

د نوموړي په وينا، ياده طرحه په راتلونکي کې له دې امله ښه ده چې د ديني او عصري زده کړو تر منځ همغږي رامنځته شي، خو اوس يې وزارت نه د عملي کولو او نه د څارنې وړتيا لري.

د کابل پوهنتون استاد پوهندوی رحيم الله ځيرک هم وايي چې د پوهنې وزارت ياده پرېکړه ناسمه ده، ځکه چې په دې درېيو ټولګيو کې لوستل شوي مضمونونه وروسته په نورو ټولګيو کې پر زده کوونکو بوج کيږي.

د نوموړي په وينا، دا باید ښکاره شي چې په جوماتونو کې ورته عصري زده کړې ورکول کيږي او که يوازې ديني زده کړې .

دی وايي، په جوماتونو کې د ښوونځيو مضامين نه شي لوستل کېدای او نه ورته زمينه برابره ده.

د پوهنې وزارت پخواني مرستيال اصف ننګ په دې اړه په خپله فيسبوک پاڼه کې يوه اوږده تبصره کړې ده.

هغه هم وايي چې د پوهنې وزارت له خوا خپره شوې دغه طرحه غير عملي او غير علمي ده .

نوموړی زياتوي، چې د زده کړو له پلوه ماشومان ازادۍ او فزيکي ارامتيا ته اړتيا لري، خو دلته معمولاً په جوماتونو کې د پنځه وخته لمونځونو، د فاتحو مناسبتونو، ختمونو، جنازو، دیني درسونواو خیراتونو له امله جوماتونه فارغ نه دي .

د ده په وينا، څېړنو ښودلې چې ماشومانو ته بايد ښځينه ښوونکې درس ورکړي، تر څو ماشوم له عطوفيت او مهربانۍ څخه په کافي اندازه برخمن وي چې وزارت دا وړتيا نه لري، ترڅو ښځينه ښوونکې ونيسي. هغه زياته کړې : ((ماشومان په اساسي دوران کې (تعلیمات اساسي) د تدریس د استقرایی روشونو له مخې زده کړه حاصلوي، د شاګرد لپاره مېز، څوکۍ، تخته، تباشیر، رنګه قلمونه، ښوونیز چارتونه او… داسې نور وسایل لازم دي، ایا دا په جومات کې ممکن کېدای شي؟))

په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د پوهنې وزارت پرېکړه د اندېښنې وړ بللې او ويلي يې دي چې د پوهنې وزارت دې خلکو او ډيموکراسۍ ته احترام ولري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، افغان حکومت باید د خلکو نظرونو او اندېښنو ته درناوی ولري او ډیموکراتیک اصول په پام کې ونیسي.

په فيسبوک کې هم بېلا بېلو خلکو په دې اړه تبصرې کړې دي. د خوشحال خليل په نامه يو تن ليکلي : ((  د پوهنې وزيرې له خوا جوماتونو کې د درسي ټولګيو د پلان له اعلان سره نه پوهېږم ولې داسې فکر کوم چې دومره احمقانه تصميم ښايي نه وي نيول شوى، ښه دی چې خبريالان ور څخه جزييات وغواړي. چې اصلي کېسه څه ده؟ ))

د هغه په وينا، له تکاملي لحاظه تعليمي سيستم د جومات له عنعنوي زده کړو نه د مکتب معاصر سيستم ته ارتقا کړې ده، دومره فاحش شاته تګ نه د منلو وړ دی او نه هم ممکن. ځکه مسجد کې هغه معياري اسانتياوې نشته لکه په تعليمي محيط کې چې دي. لکه ميز، څوکۍ، تشناب، لابراتوار، انځورونه، د تودېدو امکانات او مجرب استادان نشته.

خو ارباب حمدالله بيا د خليل په ځواب کې ليکلي، چې درېیم صنف والا لابراتوار کې څه بلا غواړي؟! یورانیم پرې غني کوې؟! البته بخارۍ او تشناب ضرور دي.

هغه زياته کړې، بل په مدرسه کې د ماشوم د اسلامي اساساتو لکه پنج بنا وغیره په هکله ښه روزنه ممکنه ده ، بل دا چې د توتانو لاندې یخنۍ ته درس وایي تر هغه جومات په هر لحاظ ګرم او محفوظ دی.

د اسد شهاب په نامه يو بل تن ليکلي، جومات ډېر مقدس او مبارک ځای دی، دا ځينې يې چې له نامه سره مخالفت کوي، هسې ضد او عقدې نيولي دي.

ده زياته کړې : (( زه شخصاً د زده کړې لپاره د ځای په نسبت د ښوونکو د ظرفيت لوړاوي، د تدريس معيار او د نصاب عام فهمه کولو پر نقطې ترکيز اړين بولم.دا مذکور شيان معياري کړئ، بيا ماشومانو ته که خيمې هم ولګوئ باک نه کوي )) .

هغه ويلي، خو که دا شيان مو معياري کړي نه وي، نو که د اول، دويم او درېيم ټولګي ماشومان حرمينو ته هم بوځئ، ګټه به يې ونه ګورئ.

بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن رسنیو ته وویل:(( موږ د پوهنې وزارت له لوري د وړاندې شویو طرحو ملاتړ کوو، خو په دې اړه ناسم‌ پوهاوی رامنځ‌ته شوی، هیله ده د یاد وزارت سرپرست وزيره په دې اړه توضیحات ورکړي.))

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.