Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ميک: ماليې وزارت له ۵۴ سپارښتنو څخه ۲۳ په قسمي ډول عملي کړي

کابل(پژواک، ۱۹ لیندۍ ۹۹):د اداري فساد پر وړاندې مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټه (میک) وايي، ماليې وزارت د دې کمېټې له ۵۴ سپارښتنو څخه ۲۳ په قسمي ډول عملي کړي او پر ۳۱ پاتې نورو سپارښتنو يې هېڅ کار نه دی کړی.

دې کمېټې په ماليې وزارت کې د اداري فساد د زیانمننو ارزونې په تړاو ارزونه نن (د لیندۍ ۱۹مه)خپره کړه.

د يادې کمېټې د دارالانشاء رییس ميوند رحماني په خبري ناسته کې وويل، د څارنې او ارزونې کمېټې له خوا ماليې وزارت ته د اداري فساد د زيانمننو په ارزونه کې ټولې ۷۴ سپارښتنې وړاندې شوې دي چې په لومړي راپور کې د ۵۴ سپارښتنو د پلي کېدو په اړه معلومات ورکړل شوي او پاتې نور به يې په بل راپور کې خپاره شي.

د نوموړي په وينا،د ارزونې موخه داده چې معلومه کړي تر کومې کچې او څنګه د څارنې او ارزونې کمېټې د سپارښتنو تطبیق په ماليې وزارت کې دوامداره بدلونونو ته لاره هواره کړې ده.

دی وايي، د دغه راپور له مخې،ماليې وزارت د ۱۴ تخنيکي کمېټوپرېکړې د افغانستان د عوایدو رياست پر ويبپاڼه خپرې کړې دي چې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۹ مالي کلونو پورې اړه لري.

دده په وينا، د ماليې وزارت له خوا د مالياتي تفتيش طرزالعمل او له هغه وروسته د څارنې د ټيم تفتيش طرزالعمل جوړ کړی دی، خو د څارنې او ارزونې کمېټې دغه طرزالعملونه تاييد کړي نه دي.

هغه وايي، ماليې وزارت ۲۲۰ پنځم او شپږم درجه خالي بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پر ويپپاڼه خپاره کړي دي، خو ګومارنې بيا هم په بشپړ ډول نه دي ترسره شوې.

هغه زياته کړه، د افغانستان د ګمرکونو رياست خپلو کارکوونکو ته د چلند د اصولو په اړه روزنه ورکړې ده خو د عوايدو رياست په دې برخه کې کار نه دی کړی.

ده وويل، د معلوماتي غرفو په برخه کې سوداګرو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې اړوندو کارکوونکو ته بايد روزنه ورکړل شوې وای، خو په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

دی زياتوي، په يو کلن پلان کې د کابل د ګمرک په رياست کې د ګودامونوبيا ترميمول شامل و، خو د بيا ترميمولو نښې يې نه معلوميږي.

دی وايي، میک په بندرونو کې د دوی د سپارښتنو مطابق د تلو او سکنرونو نصبېدل نه تاييدوي.همداسې هېڅ داسې اسناد نشته چې د ياد سیسټم کارکوونکو ته دې د دغو وسايلو د پر مخ وړلو روزنه ورکړل شوې وي.

هغه وويل، د بار وړونکو موټرو د څارنې لپاره د يو سیسټم پر رامنځته کولو یو څه کار شوی دی، خو داسې اسناد نشته چې د ياد سیسټم بهير دې بشپړ شوی وي.

هغه وايي، مشتريانو ته د خدمتونو مرکزونه کوم چې د ګمرکونو او عوايدو په مرکزي دفترونو کې فعال دي او د مشتريانو د رضايت نظرونه راټولوي، د نظرونو دغه ميکانيزمونه او پوښتنليکونه په ټولو ولايتونو کې نشته.

دده په وينا، د عوايدو د سیستم ریاست(سګتاس) د بشري سرچينو له مديريته غوښتي چې د مستوفيت رياستونو، د مالیې او محاسبې رياست او تقاعد عمومي رياست د کارکوونکو د بدلېدو، مړه شوو، له دندې د ګوښه شوو کارکوونکو راپور په لسو ورځو کې ماليې وزارت ته ورکړي، خو د سګتاس رياست يوازې د هغو کسانو لېست ورکړی چې يوازې له دندو ګوښه شوي چې ميک په دې اړه ډاډه نه دی.

ده وویل، د سګتاس د برخې کارکوونکو ته اړتيا وه چې بيا وروزل شي، خو ياد رياست له خوایوازې د ويډيوګانو لېست ورکړل شوی چې د انټرنټ په پاڼو شته او دا ترې نه معلوميږي چې کومو کارکوونکو ترې ګټه اخيستې ده.

د راپور د معلوماتو له مخې، د ماليې وزارت د خطر د مديريت پلان نه دی جوړ کړی او نه يې هم په دی اړه کومه روزنیزه برنامه لرلې ده، يوازې په غير رسمي بڼه يې د تادات (TADAT) ارزونه کړې ده.

د ميک کمېټې دغه مسوول وويل، په ماليې وزارت کې د کارکوونکو پر شخصي ټيلېفونو د بنديز سپارښتنه شوې وه، خو داسې څه نشته چې ښيي په ياد وزارت کې دې د شخصي ټيلېفونونو يا ايميلونو کارول بند شوي وي.

راپور کاږي، د ماليې وزارت ۵۹۱۲ کارکونکو بايد خپلې شتمنۍ ثبت کړې وای، خو د ميک موندنې ښيي چې له دې جملې ۴۷۴۴کارکوونکو خپلې شتمني ثبت کړي او پاتې نورو يې نه دی ثبت کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.