ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

   چارواکي: بدخشان کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې سلګونه بهرنیان فعالیت لري

   چارواکي: بدخشان کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې سلګونه بهرنیان فعالیت لري

author avatar
9 Dec 2020 - 16:47
   چارواکي: بدخشان کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې سلګونه بهرنیان فعالیت لري
author avatar
9 Dec 2020 - 16:47

فيض اباد(پژواک،١٩لیندۍ ٩٩): د بدخشان سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په لیکو کې ۴۵۰ بهرني وسله وال د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي او هڅه کوي چې د دغه ولایت په سرحدي ولسوالیو کې ځای پر ځای شي چې د دوی د نه مخنیوي په صورت کې به د دغه ولایت امنیتي وضعیت خراب شي.

د بدخشان د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده پژواک ته وویل، څلور کاله مخکې په بدخشان کې لږ شمېر بهرني وسله وال وو خو نن یې شمېر اوج ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د بېلا بېلو بهرنیو هېوادونو د شاوخوا ۴۵۰ وسله والو موجودیت د اندېښنې وړ دى.

هغه زیاته کړه: ((دغه وسله وال د تاجکستان انصارالله ډلې، د ختیځ ترکستان د اسلامي حرکت، د چین اویغور، ازبکستانیان او د قفقاز اسلامي امارت په ډلو پورې تړاو لري، ددغه وسله وال اساسي مرکز د وردوج ولسوالۍ او د جرم ولسوالۍ دره خستک سیمه ده. په دې وروستیو کې له ناامنیو په استفاده په سرحدي ولسوالیو لکه مایمي او نسي ته هم تللي دي.))

نوموړى ادعا کوي چې دغه ترهګر د بدخشان په یادو ولسوالیو کې له طالبانو سره یو ځای د امنیتي سرتېرو پر ضد جګړه کوي.

د هغه په خبره، د دغو ترهګرو او طالبانو موجوديت په یادو ولسوالیو کې له بدخشان سره سرحد لرونکي ګاونډي هېوادونه لکه تاجکستان او چین هم اندېښمن کړي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي پژواک ته وویل، ستراتېژيک موقعیت، له پاکستان سره د سرحدونو خلاصون او له چین، تاجکستان او پاکستان سره د بدخشان، نورستان او کونړ ولایتونو ګډه پوله ددې لامل شوې چې ترهګرې ډلې له بېلا بېلو سیمو دغه ولایت ته راشي.

د نظري په خبره، د ترهګرو موجودیت په دغه ولایت کې د طالبانو د تقویې لامل شوی دی.

نظري وویل، که سیمه ییزه اداره په دغه ولایت کې د ترهګرو ډلو د ځپلو اقدام ونه کړي ترهګر به د بدخشان له خاورې په استفاده د منځنۍ اسیا پر هېوادونو برید وکړي چې په مقابل کې به يې چین، روسیې او تاجکستان غبرګون وښيي او په بدخشان کې به د ناامنۍ د زیاتېدو لامل شي.

په بدخشان کې د سیاسي چارو شنونکي نصیر احمدي پژواک ته وویل، په بدخشان کې د بهرنیو ترهګرو موجودیت په دغه ولایت کې د دولت پر ضد د وسله والو مخالفینو د تقویې لامل شوی.

د نوموړي په باور، که حکومت په بدخشان کې د یادو ترهګرو د ځپلو په اړه اقدام ونه کړي د ترهګرو موجودیت به د روسیې، چین او تاجکستان د اندېښنې لامل شي او په نتیجه کې به دوی نظامي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه: ((د ترهګرو موجودیت په بدخشان کې د طالبانو د تقویې او ګاونډیو هېوادونو د اندېښنې لامل شوی. که دولت اقدام ونه کړي ښايي ګاونډي هېوادونه په دغه برخه کې اقدام وکړي او بدخشان به د ترهګرو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د جګړې پر ډګر شي.))

د هغه په خبره، روسیې څو ځله د افغانستان په شمال کې د داعش په ځانګړې توګه د هغو ډلو له نفوذ څخه چې په بدخشان کې له داعش سره همغږې دي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې داعش د منځنۍ اسیا هېوادونو له وګړو د کسانو د جذب له لارې د یادو هېوادونو د ناامن کېدو په لټه کې دي.

نوموړي وویل، د روسیې امنیتي چارواکو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تاجکستان او ازبکستان پر سرحدي سیمو برید او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په تاجکستان کې د څلورو لوېدیځو سیاحت کوونکو وژل د داعش ډلې کار بللی او ادعا یې کړې چې ترهګر د افغانستان له خاورې تاجکستان ته داخل شوي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان د نسي ولسوالۍ اوسېدونکي حضرت جان بیګي پژواک ته وویل: ((بهرني ترهګر په ځانګړې توګه د تاجکستان جماعت انصارالله ددغه ولایت د مایمي ولسوالۍ په سقوط کې کلیدي رول درلود. کله چې یادو بهرنیو ترهګرو د مایمي ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړ، ټول دولتي سرتېري یې ووژل او سرونه یې ترې غوڅ کړل.))

هغه هم له حکومته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د یادو ډلو مخه ونیسي.

خو د بدخشان د پولیسو ویاند ثناء الله روحاني وايي، دوی به په دغه ولایت کې هېڅ ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، او د وسله والو مخالفینو په ځانګړې توګه بهرنیانو له وجوده د یادو ولسوالیو د پاکولو لپاره به پراخ عملیات ترسره کړي.

روحاني زیاته کړه: ((امنیتي سرتېري به د هغو منسوبینو د وینې غچ واخلي چې یوه میاشت مخکې له ترهګرو سره په جګړه کې وژل شوي وو.))

خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد پژواک ته وویل: ((دغه ادعا ناسمه ده، موږ یې ردوو، موږ په خپلو لیکو کې هېڅ بهرنۍ کس نه لرو، ټولې اوازې دي، موږ په بدخشان او ټولو ولایتونو کې کافي مجاهدین لرو، تل داسې اوازې خپرېږي خو موږ یې په جدیت ردوو.))

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.