ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځوانانو او چارواکو د فساد پر ضد پر جدي مبارزې او عامه پوهاوي ټينګار وکړ

ځوانانو او چارواکو د فساد پر ضد پر جدي مبارزې او عامه پوهاوي ټينګار وکړ

author avatar
9 Dec 2020 - 17:54
ځوانانو او چارواکو د فساد پر ضد پر جدي مبارزې او عامه پوهاوي ټينګار وکړ
author avatar
9 Dec 2020 - 17:54

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۹۹): په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نن د فساد پر ضد د مبارزې ورځې نمانځلو په مراسمو کې ځايي چارواکو له فساد سره پر مبارزه  ټينګار وکړې او مدني فعالاتو په دې برخه کې د زيات عامه پوهاوي غوښتنه وکړه.

د فساد پر ضد د مبارزې په اړه دا غونډې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له خوا د ډنمارک سفارت په مالي مرسته په ننګرهار، کونړ، لوګر او کاپيسا ولايتونو کې جوړې شوې وې چې په کې ځايي چارواکو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

 ننګرهار:

په ننګرهار ولايت کې يو شمېر مدني فعالانو له فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې هيله مندي وښوده چې د عامه پوهاوي زياتوالى له فساد سره مبارزه ځواکمنه کولی شي.

د غونډې ګډونوالو له فساد سره د مبارزې پر لارو چارو بحثونه وکړل او دغه راز يې د فساد د مخنيوي لپاره خپل وړاندېزونه هم شريک کړل.

د بشري مرستو د پياوړتيا موسسې مشر ډاکټر اسدالله ښاليز وويل، له دې غونډې يې موخه خلکو ته له فساد سره د مبارزې په پار د عامه پوهاوي ورکړه ده او دغه راز له فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځ نمانځنه ده.

هغه زياته کړه، دوی په تېره يوه اوونۍ کې د فساد د مخنيوي په تړاو د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه درلودل چې په هغو پروګرامونو کې د فساد ضد بروشرونو چاپ او خپرول، له فساد سره د مبارزې انځوريز نندارتون، له فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې نمانځل او ځينې نور پروګرامونه شامل دي.

د غونډې يوې وينا والې عايشه کاکړ ټينګار وکړ چې له فساد سره مبارزه بايد يوازې تر شعار او ويناوو محدوده پاتې نه شي، بلکې عملي بڼه ولري.

هغې زياته کړه: “اوس هر څوک پر دې پوهېږي چې په ادارو کې د کارونو ځنډ، له خلکو پيسې غوښتل، مراجعينو ته بهانه جوي کول دا ټول فساد دی، خو بيا هم خلک د خپل کار د اسانتيا لپاره رشوت ورکوي او کارونه اسانوي چې دا خپل فساد سره مبارزه نه، بلکې فساد ته زمينه برابرول دي.”

په ننګرهار کې د پشه يي ځوانانو د ټولنې مرستيال جاوېد کريمي هيله مندي وښوده چې د عامه پوهاوي د دا ډول غونډو او پروګرامونو جوړول کولی شي چې فساد له منځه يوسي.

هغه زياتوي، که هره ورځ په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي له وجې لس کسان فساد ونه کړي، نو ورځ تر بلې دا لړۍ پراخېږي او بالاخره افغانستان له فساد څخه ژغورل کېږي.

کونړ:

په کونړ ولایت کې هم نن له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ د کونړ د ځوانانو مدني ټولنې له خوا ونمانځل شوه چې په کې د والي مرستیال، ځوانانو، قومي مخورو، مدني فعالانو او دیني عالمانو ګډون کړى وو.

د ځوانانو مدني ټولنې مشر محمد شعیب غروال وویل، فساد په نړیواله کچه افغانستان او د افغانانو حیثیت ته زیان اړولی دی، که د فساد پر وړاندې روښانه مبارزه ونه شي د نړیوالو مرستو له بندېدو سربېره به د افغان ولس حیثیت ته لا نور زیانونه واوړي. 

هغه له افغانستان سره نړیوالې مرستې له فساد سره مبارزې پورې مشروطې یادې کړې او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې په روڼتیا او تصامیمو کې د ولسونو په پراخ ګډون سره د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.

دیني عالم مولوي ضیا الرحمان الله یار د اسلام له نظره د فساد د زیانونو په اړه معلومات ورکړل او له حکومت يې وغوښتل چې له فساد سره په ریښتنې توګه مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، اوس هم په ادارو او خلکو کې فساد شتون لري، په کار ده چې حکومت له فساد سره کلکه مبارزه پیل کړي، ترڅو هېواد مو له دې بد نوم څخه خلاص شي.

د کونړ د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار وويل، حکومت د فساد رېښو د وچولو او د قانون د تطبیق پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې جدي او اغېزمنې هڅې کړي او له فساد سره مبارزې لپاره يې مناسب حقوقي بسترونه رامنځته کړي.

د دې غونډې په وروستيو برخو کې له فساد سره د مبارزې په موخه د هېواد د تکړه ممثلینو له لوري د تیاتر نندارې په وړاندې کولو سره خلک د فساد پر وړاندې مبارزې ته وهڅول شول.

لوګر:

په لوګر ولايت کې هم له فساد سره د مبارزې او د دې پديدې د له منځه وړلو تر سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس د کولتوري او ټولنيزو چارو موسسې له خوا ترسره شو، چې په کې د لوګر والي محمد اجمل شاه پور سربېره د ولایتي شورا ريیس حسیب الله ستانکزي، یو شمېر نورو مسوولینو، دیني عالمانو، ځوانانو، ښځو، د مدني ټولنوغړو اوژورنالیستانو هم ګډون کړى وو.

د کلتوري او ټولنیزو چارو موسسې استازي د یاد کنفرانس د موخو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، تر څو په دې پروګرام کې فعاله ونډه ترسره کړي.

د لوګر والي محمد اجمل شاه پور د یاد کنفرانس له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ له فساد سره مبارزه د هر وګړي دیني او ملي دنده او مسوولیت دى چې باید د زړه له تله له دې هېواد شموله ناورین سره مبارزه او مجادله وکړي.

ده زیاته کړه، ډېرې ستونزې له همدې فساده را پورته شوي او خلک ترې کړېږي.

شاه پور وویل:” موږ او تاسې ډېر خوشبخته خلک یو چې په یوې اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او مسلمانان یو، همدې اصل ته په کتو سره باید ټول لاس په کار شو او هڅه وکړو چې د اسلام مقدس دین له ارشاداتو او هدایتونو سره سم له فساد سره د مبارزې په لار کې همکار او همغږي شو، تر څو دغه تور داغ پاک او ورک کړو.”

د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي هم له فساد سره د مبارزه په برخه کې د خلکو ونډه ډېره اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې باید دیني عالمان او کورنۍ د دغې کرغېړن زیاتي پر وړاندې مبارزه وکړي.

لغمان:

په لغمان ولايت کې هم د MPO همکارې موسسې په ملاتړ د فساد د مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه چې په کې د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلوم یار سربېره یو شمېر رييسانو، مېرمنو او د مدني بنسټونو استازو ګډون کړى وو.

د MPO موسسې مسوول احمد ضیاء غیاثي وويل چې د فساد د مخنیوي په برخه کې دوی ګڼ شمېر پرواګرمونه سرته رسولي چې مثبتي اغېزې یې له ځانه سره لرلې دي.

هغه زياته کړه چې د لغمان ولایت په ګډون یې په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې، د ماشوم ساتنې حقوق، د فساد پر وړاندې د مبارزې او ګڼو نورو برخو کې عامه پوهاوی ترسره کړى دى.

د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس اورنګ صمیم، د ښځو چارو رئيسې نسیمې شفیق سادات، د پوهنې ریاست استازي محمد عثمان اخلاص، د ارشاد حج او اوقافو استازي مولوي ګل نبي او يو شمېر نورو ځايي چارواکو د قران او حدیث په رڼا کې د فساد په نواقصو، مخنیوي، مبارزې، د قانون یوشان پلي کولو، ټولنه باندې د فساد بدو اغېزو په اړه خبرې وکړې.

د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار وویل چې له فساد سره مبارزه یې لومړیتوب کې ځای لري او هغه څوک به د قانون منګولو ته وسپاري چې په اداري فساد کې لاس لري او یا هم زمینه ورته برابروي.

د ډسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره جګړه اوس یوه نړیواله پدیده بلل کېږي، په داسې حال کې چې فساد هر هېواد اغېزمنوي خو اسناد ښیي چې بېوزله خلک له دې پدیدې ډېر زیانمنېږي.

فساد د پراختیايي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو پر وړاندې ګواښ دی، د انساني حقونو د ترپښو لاندې کېدو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او د ژوند کیفیت له منځه وړي. همدارنګه جرمونو ته لار برابروي او د انسان د ژوندانه خونديتوب ته خطر پېښوي. دغه راز فساد بې ثباتي او فقر ډېروي او د حساسو هېوادونو په ړنګېدو کې اساسي رول لوبوي.

دایکنډي

په ډایکنډي ولایت کې هم نن (د لنیدۍ ۱۹مه) د اېم پی او (MPO) همکارې موسسې په ملاتړ له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د ډایکنډي والي محمد ضیا همدرد په یادو مراسمو کې وویل چې په دغه ولایت کې یې د فساد څو دوسیې څېړلي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې هڅې روانې دي.

 

 

هغه وویل چې ډایکنډي کې د ځوانانو د استخدام لپاره ازموینو کې روڼتیا شته، ولایتي اداره رسنیو ته اړین معلومات ورکوي او هڅه کوي چې دغه چاره نوره هم ښه شي. د ده په وینا د ولایت په کچه د متوازنې پرمختیا هڅې شوي او دوام لري.

د اېم پی او موسسې مسوول منتظر شرافت له فساد سره پر مبارزې د ټینګار تر څنګ وویل د یادو مراسمو موخه دا ده چې خلکو ته د فساد په اړه اړین پوهاوی ورکړل شی او له زیانونو یې خبر شي.

د دایکنډي له ځوانانو د سخي سعادت په نوم یو تن بیا وویل چې حکومت کې فساد شتون لري او تر څنګ یې په ټولنه کې هم فساد شته دی.

ده تبعیض، ناامني، فقر او بیکاري د فساد له عواملو یاد کړل او زیاته یې کړه چې د قانون پلي کول، خلکو ته اړین پوهاوی ورکول او په عام محضر کې د مفسدینو مجازات کول، د فساد مخنیوي لارې چارې دي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.