کابل (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۹) : حکومت د دوو ژورنالیستانو الیاس داعي او ملالې میوند دقاتلینو د نیولو خبر ورکړی دی.
په هلمند ولایت کې دازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي څو ورځې مخکې په لښکرګاه کې د یوې چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوی و.
بلخوا په ننګرهار ولایت کې د انعکاس رادیو تلویزیون خبریاله ملاله میوند نن سهار په جلال اباد ښار کې د وسله والو کسانو په برید کې له خپل ډریور سره ووژل شوه.
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل دلیندۍ په ۲۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو نن ناوخته د ملالې میوند قاتین نیولي دي.
هغه زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو پلټنې روانې او پخپل جرم یې اعتراف کړی دی.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې دوژل شوي خبریال الیاس داعی یو قاتل یې نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ادعا کړې چې نیول شوی تن طالب دی او نیغ په نیغه یې دداعي په وژلو کې لاس درلود.
د هغه په وینآ، د نوموړي د نورو ملګرو د نیولو هڅې هم روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP