ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د ملالې میوند او الیاس داعي د قاتلینو د نیولو خبر ورکړ

حکومت د ملالې میوند او الیاس داعي د قاتلینو د نیولو خبر ورکړ

author avatar
10 Dec 2020 - 21:09
حکومت د ملالې میوند او الیاس داعي د قاتلینو د نیولو خبر ورکړ
author avatar
10 Dec 2020 - 21:09

کابل (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۹) : حکومت د دوو ژورنالیستانو الیاس داعي او ملالې میوند دقاتلینو د نیولو خبر ورکړی دی.

په هلمند ولایت کې دازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي څو ورځې مخکې په لښکرګاه کې د یوې چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوی و.

بلخوا په ننګرهار ولایت کې د انعکاس رادیو تلویزیون خبریاله ملاله میوند نن سهار په جلال اباد ښار کې د وسله والو کسانو په برید کې له خپل ډریور سره ووژل شوه.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل دلیندۍ په ۲۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو نن ناوخته د ملالې میوند قاتین نیولي دي.

هغه زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو پلټنې روانې او پخپل جرم یې اعتراف کړی دی.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په هلمند ولایت کې دوژل شوي خبریال الیاس داعی یو قاتل یې نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ادعا کړې چې نیول شوی تن طالب دی او نیغ په  نیغه یې دداعي په وژلو کې لاس درلود.

د هغه په وینآ، د نوموړي د نورو ملګرو د نیولو هڅې هم روانې دي.

 

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.