کندهار (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۹۹): د کندهار ښار په یوه کور کې د ګازي بخارۍ له امله اور لګېدلی چې د یوې کورنۍ ۷ تنه په کې مړه شوي دي.
پېښه د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې اړوند په نوراني مېنه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د لیندۍ په ۲۱مه پژواک ته پېښه تایید کړه او ویې ویل، پېښه تېره شپه د بې احتیاطۍ له امله شوې او د یوه کور اووه تنه په کې مړه شوي دي.
د نجیب په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د ده د خپلوانو په کور کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي (پنځه ماشومان او دوه ښځې) مړه شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغې کورنۍ د خونې ګرمولو لپاره صندلي ایښې وه او له ګازي بخارۍ یې کار اخیست، بخارۍ مړه شوې او خونه ګاز نیولې وه، کله چې یې غوښتل بخارۍ بیرته ولګوي، خونې اور اخیستی دی.
دی وايي، په دې پېښه کې یوې مور له خپلو دوو زامنو، دوو لوڼو، یوې وریندارې او یوه وراره سره یو ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هوا له سړېدو سره ډېرې کورنۍ د خونو ګرمولو لپاره له ګازي بخاریو کار اخلي چې کله کله د بې احتیاطۍ له امله دغسې بوږنوونکي پېښې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP