ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ګازي بخارۍ له امله اورلګېدنې د یوې کورنۍ اوه تنه ووژل

کندهار کې د ګازي بخارۍ له امله اورلګېدنې د یوې کورنۍ اوه تنه ووژل

author avatar
11 Dec 2020 - 17:16
کندهار کې د ګازي بخارۍ له امله اورلګېدنې د یوې کورنۍ اوه تنه ووژل
author avatar
11 Dec 2020 - 17:16

کندهار (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۹۹): د کندهار ښار په یوه کور کې د ګازي بخارۍ له امله اور لګېدلی چې د یوې کورنۍ ۷ تنه په کې مړه شوي دي.

پېښه د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې اړوند په نوراني مېنه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د لیندۍ په ۲۱مه  پژواک ته پېښه تایید کړه او ویې ویل، پېښه تېره شپه د بې احتیاطۍ له امله شوې او د یوه کور اووه تنه په کې مړه شوي دي.

د نجیب په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د ده د خپلوانو په کور کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي (پنځه ماشومان او دوه ښځې) مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغې کورنۍ د خونې ګرمولو لپاره صندلي ایښې وه او له ګازي بخارۍ یې کار اخیست، بخارۍ مړه شوې او خونه ګاز نیولې وه، کله چې یې غوښتل بخارۍ بیرته ولګوي، خونې اور اخیستی دی.

دی وايي، په دې پېښه کې یوې مور له خپلو دوو زامنو، دوو لوڼو، یوې وریندارې او یوه وراره سره یو ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هوا له سړېدو سره ډېرې کورنۍ د خونو ګرمولو لپاره له ګازي بخاریو کار اخلي چې کله کله د بې احتیاطۍ له امله دغسې بوږنوونکي پېښې کېږي.

Visits: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.