ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استاد رهنورد زریاب مړ شو

استاد رهنورد زریاب مړ شو

author avatar
11 Dec 2020 - 10:23
استاد رهنورد زریاب مړ شو
author avatar
11 Dec 2020 - 10:23

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٩) : د افغانستان یو مشهور کیسه لیکوال استاد رهنورد زریاب د ۷۶ کلنۍ په عمر تېره شپه مړ شو.

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى ) مشر صديق الله توحيدي د ليندۍ په ٢١مه پژواک ته وويل چې زرياب په کرونا اخته او له څه مودې راهيسې په روغتون کې بستر و چې تېره شپه ومړ.

محمد اعظم رهنور زریاب په ۱۳۲۳ کال کې زېږېدلی او د افغانستان اوسمهالو لیکوالو کې یو مطرح کس و چې د ایران او تاجکسان کلتوري ټولنه کې یې هم له اثارو سره خلک بلد وو.

زریاب کابل پوهنتون کې لیسانس کړی و او دې برخه کې یې د بریتانیا له سوېلي وېلز پوهنتون ماسټري ترلاسه کړې وه.

نوموړي له سلو ډېرې لنډې کیسې او څو رومانونه لیکلي او هم یې د تصویر په نوم د کیسو یوه ټولګه روسۍ ژبې ته ژباړل شوې ده.

رهنورد زریاب د اویایمې لمریزې لسیزې لومړیو کې فرانسې ته کډوال شو او د طالبانو تر پرځېدو وروسته کابل ته را ستون شو چې له کلونو راهیسې د طلوع په نوم خصوصي تلوېزون کې سمونګر یا ایډېټر و.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.