ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان باید عامې روغتیا وزارت ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړي”

“یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان باید عامې روغتیا وزارت ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړي”

author avatar
13 Dec 2020 - 15:29
“یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان باید عامې روغتیا وزارت ته د خپلو فعالیتونو راپور ورکړي”
author avatar
13 Dec 2020 - 15:29

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ له صندوق او د روغتیا له نړیوال سازمانه غواړي چې د خپلو فعالیتونو او ژمنو په اړه روغتیا وزارت ته راپور وړکړي.

دغه راز هغه وايي چې که نړیوالې موسسې له هېواد سره د اکسېجن مرسته نه کوي، نو وزارت باید په دې برخه کې بېړنی اقدام وکړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن په ارګ کې د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې یوې غونډې ته وکړې.

له ولسمشرۍ ماڼۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وویل: “یونیسف چې روغتونونو ته د اکسېجن چمتو کولو او د روغتیا نړیوال سازمان چې د روغتیایي سکتور د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري کوي، خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.”

دی وايي، یادو نړیوالو همکارو موسسو د خپلو فعالیتونو راپورونه هم له روغتیا وزارت سره نه دي شریک کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې په افغانستان کې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان په ګډون نړیوالې موسسې باید د خپلو فعالیتونو او ژمنو په اړه عامې روغتیا وزارت ته ژر تر ژره راپور ورکړي.

دی وايي: “یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان د خپلو ژمنو د نه عملي کولو پر وړاندې ځواب ویونکي دي.”

د اکسېجن چمتو کولو په اړه دې بېړنی اقدام وشي

خبرپاڼې د ولسمشر غني له قوله لیکلي، که چېرې نړیوالې موسسې په افغانستان کې د اکسېجن د کموالي ستونزې د حل په برخه کې همکاري نه کوي، روغتیا وزارت دې په خپله بېړنی اقداموکړي.

هغه د عامې روغتیا وزارت وزیر ته لارښوونه وکړه چې د اکسېجن کموالي په اړه دې دقیق راپور تیار او د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې راتلونکې غونډې ته دې وړاندې کړي.

هغه وايي: “په هغو سیمو کې چې د ویروس خپرېدو پېښې په زیاتېدو دي، باید مشخص اقدامات او د ظرفیت لوړولو ته جدي پاملرنه وشي او په سمدستي ډول دې صعب العبورو ولسوالیو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو په موخه پلانونه مشخص شي.”

دغه راز ولسمشر غني زیاته کړه چې د کرونا پېښو د تغییر ګراف باید په دقیق ډول تعقیب شي او سمه وړاندوینه یې وشي، څو هرې سیمې ته پر وخت روغتیایي مرستې ورسول شي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.