ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان راولپنډۍ ښار کې چاودنې ٢٥ کسان ټپيان کړي

د پاکستان راولپنډۍ ښار کې چاودنې ٢٥ کسان ټپيان کړي

author avatar
14 Dec 2020 - 14:08
د پاکستان راولپنډۍ ښار کې چاودنې ٢٥ کسان ټپيان کړي
author avatar
14 Dec 2020 - 14:08

کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٩): د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د يوې چاودنې له امله ٢٥ کسان ټپيان شوي او مسووليت يې د تحريک طالبان پاکستان ډلې اخيستى دى.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې دا چاودنه د راولپنډۍ ښار د ګنج منډۍ په سيمه کې پرون د پوليسو د يوې پوستې مخې ته وشوه.

ځايي امنيتي مسوولينو رسنيو ته ويلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د نږدې کورونو او دفترونو ښيښې يې ماتې کړې دي.

د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې ٢٥ کسان ټپيان شوي چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي او د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل  شوى دى.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې ويلي چې په سيمه کې د يو لاسي بم بريد هم شوى خو د زيانونو په اړه يې څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې هم په راولپنډۍ ښار کې د چاودنې له امله يو کس وژل شوى و او اووه نور ټپيان شوي وو.

بلخوا د پاکستان تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په دې چاودنه کې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ مرکزي قومانداني هم موقعيت لري.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.