ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملي دسترخوان کې دې د بلخ جګړې ځپلو ته لومړيتوب ورکړل شي”

“ملي دسترخوان کې دې د بلخ جګړې ځپلو ته لومړيتوب ورکړل شي”

author avatar
14 Dec 2020 - 09:31
“ملي دسترخوان کې دې د بلخ جګړې ځپلو ته لومړيتوب ورکړل شي”
author avatar
14 Dec 2020 - 09:31

مزارشريف (پژواک، ٢٤ لېندۍ ۹۹): د بلخ ولايتي شورا او د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې سيمه ييزه اداره بايد د ملي دسترخوان په برنامه کې هغو سيمو او ولسواليو ته لومړيتوب ورکړي چې خلک يې د جګړو له امله ځپل شوي دي.

د خلکو بله غوښتنه دا ده چې دغه پروګرام دې په پوره شفافيت ترسره شي او د کرونا لومړۍ څپې پر مهال د پخې ډوډۍ وېشلو د بهير بې عدالتي او مالي فساد بايد په کې تکرار نه شي.

خو په بلخ کې د ملي دسترخوان مسوولين وايي چې له بشپړې روڼتیا به کار اخلي او هڅه يې دا ده څو د بلخ شاوخوا دوه سوه زره بېوزلې کورنۍ تر پوښښ لاندې ونيسي.

په دغه ولایت کې د ملي دسترخوان برنامه تېره اوونۍ پيل شوه چې د مسوولينو په وينا، په لومړي پړاو کې د بلخ ولايت خلم، مارمل، چهارکينت او بلخ ولسواليو کې نږدې ۴۲زره کورنۍ تر پوښښ لاندې نيول کېږي.

د بلخ ولسوالۍ قومي مشر او ټولنيز فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل چې خلک د دغې پروسې د شفافيت په اړه اندېښنه لري.

هغه زياته کړه چې د ملي دسترخوان په برنامه کې بايد هغه کسان تر پوښښ لاندې ونيول شي چې عاجلو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

د ملکزي په خبره، د بلخ په ولسوالۍ کې د يو شمېر کليو معلومات لري چې قريدارانو په کې خپل خپلوان او قوميان ليست کړي او دولت ته يې د مرستې اخيستو پخاطر ور سپارلي دي.

نوموړي وويل: ((زموږ ډېر خلک غريب دي، حتی د بيګاه ډوډۍ نلري، حکومت ته پکار ده چې دغه ډول خلکو ته لومړی مرستې ورسوي؛ خو تر اوسه چې ليدل کېږي، ياده برنامه کې بيا واسطې والا خلک چلېږي.))

د بلخ ولسوالۍ دغه قومي مشر له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د بلخ په ګډون په ټولو ولايتونو کې د ملي دسترخوان برنامه په جدي ډول تر نظارت لاندې ونيسي، څو د مالي فساد او د مرستو د حيف او ميل کېدو مخه ونيول شي.

د بلخ يو شمېر نور اوسېدونکي بيا وايي چې د ملي دسترخوان په برنامه کې بايد هغو سيمو ته لومړی مرستې ورسول شي چې د جګړو له امله ځپل شوي دي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل، د دوی ولسوالۍ د جګړو له امله تر ټولو ځپل شوې سيمه ده.

نوموړي نيوکه وکړه چې د ملي دسترخوان په لومړي پړاو کې هغه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نيول شوې چې ښار ته نږدې دي او د خلکو اقتصادي وضعيت يې هم څه نا څه ښه دی.

د هغه په وينا، په دغه پروګرام کې لومړۍ بې عدالتي همدا ده چې هغو ولسواليو ته په کې لومړيتوب ورکړل شوی چې خلک يې په حکومت کې واسطې او چارواکي لري.

عبدالهادي وويل: ((حکومت که غواړي چې د خلکو لاسنيوی وکړي، نو اړينه ده چې مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشي، د بلخ نږدې لس ولسوالۍ جګړو سختې ځپلي دي خو د ملي دسترخوان په لومړي پړاو کې يوه هم په لېست کې نشته چې له امله يې موږ خواشيني يو.))

د هغه په خبره، د ملي دسترخوان پروګرام پيلېدو موخه هم همدا ده چې بېوزله کورنۍ په نښه شي او بيا حکومت ورسره مرسته وکړي.

د چمتال ولسوالۍ د دغه اوسېدونکي بله اندېښنه دا وه چې بلخ کې د ملي دسترخوان برنامې مسوولين هغه کسان هم په ليست کې نيسي چې له ولسوالۍ څخه بېځايه شوي او اوس په مزارښار کې اوسېږي.

نوموړي وويل: ((د فساد وېره همدا ده چې اوس موږ نه پوهېږو، څوک په دغه برنامه کې مستحق ګڼل کېږي، زما غوښتنه دا ده چې د هرې ولسوالۍ سهم بايد هغو کورنيو ته ورکړل شي چې دمګړی په ولسوالۍ کې اوسېږي او له ناوړه اقتصادي وضعيت سره لاس او ګرېوان دي.))

د هغه په وينا، که د ملي دسترخوان برنامه په عادلانه ډول تطبيق شي، نو دې سره به د خلکو او حکومت تر منځ د باور فضا هم ټينګه شي.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم پژواک ته وويل چې د ملي دسترخوان برنامې د روڼوالي په اړه وار له مخه قضاوت نشي کولای.

خو هغه هيله وکړه چې دغه پروسه بايد له فساد او لاسوهنو په بشپړ ډول پاکه وي.

نوموړي زياته کړه چې د جګړو له امله د فقر کچه اوج ته رسېدلې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

حديد وويل: ((موږ هيله لرو چې د ملي دسترخوان له لارې زموږ د خلکو شته ستونزې تر يوه حده حل شي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت ډېر خراب دی.))

د بلخ ولايتي شورا رييس د ملي دسترخوان له مسوولينو غوښتنه وکړه چې په دغې پروسه کې بايد د کرونا د لومړۍ څپې مرستو وېشلو د مهال ناکامې او غير عادلانه تجربې تکرار نکړي.

حديد زياتوي چې په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو د کچې زياتوالی د ملي دسترخوان برنامې پر وړاندې خنډ پيدا کوونکې دي.

د ولايتي شورا رييس زياته کړه چې دوی به د ولايتي شورا له لارې بلخ کې د ملي دسترخوان برنامه په بشپړ ډول وڅاري او د هغو کسانو مخنيوی به وکړي چې په دې ملي پروسه کې د فساد نيت لري.

نوموړی ټينګار وکړ چې د مرستو د وېش پر مهال بايد د مستحقو خلکو په پېژندنه کې ډېر پام او غور وشي.

له دې سره بيا په بلخ کې د ملي دسترخوان برنامې مسوولين وايي چې هڅه يې دا ده څو دغه پروسه په شفاف ډول ترسره شي.

د بلخ د کليو او پراختيا رييس او په بلخ کې د ملي دسترخوان برنامې يوه تسهيلوونکي باسط عيني پژواک ته وويل چې په لومړي ګام کې په خلم، مارمل، چارکنت او بلخ ولسواليو کې ياده برنامه پلي کېږي.

هغه زياته کړه، په پام کې ده چې په يادو څلورو ولسواليو کې څه باندې ۴۲زره کورنيو ته خوراکي توکي ووېشل شي.

په بلخ کې د ملي دسترخوان برنامې تسهيلوونکی زياتوي چې ټولټال په بلخ ولايت کې پر ۱۷۹زره کورنيو مرستې وېشل کېږي چې مجموعي لګښت يې ۳۷۸ مليونه افغانۍ کېږي.

باسط عيني وويل: ((دا برنامه په ټوله مانا د خلکو په لاس کې ده، د مرستو مستحق کسان د کليو د ملکانو لخوا معرفي کېږي، د خوراکي توکو خريداري هم خپله خلک کوي او موادو توزيع هم د خلکو او مسوولو ادارو مخکې ترسره کېږي.))

د هغه په وينا، په ملي دسترخوان برنامه کې د مالي فساد امکان ځکه کم دی چې خلک په کې مستقيم ډول ښکېل دي.

د افغانستان د پارلمان له مخالفت سره سره، حکومت د ملي دسترخوان برنامه پيل کړه او د دغې برنامې موخه يې د کرونا او قرنطين له امله بېوزله شويو کورنيو سره مرستې کول ياد کړي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.