کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٩): د پوهنې وزارت وايي چې د ولسمشر د حکم پر اساس د اسلامي تعليماتو معينيت بېرته د تېر په څېر فعال شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت پخوا ويلي وو چې د اصلاحاتو په لړ کې يې څو معينيتونه سره مدغم کړي چې يو په کې د اسلامي تعليماتو معينيت هم و.
د وزارت دغې پرېکړې په پراخه کچه د خلکو ، سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ملي شورا غبرګونونه را وپارول او د دې پرېکړې سخت مخالفت يې وکړ.
بلخوا د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى په وړانديز او د ولسمشر له حکم سره سم د اسلامي تعليماتو معينيت او تشکيلات يې بېرته فعال شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د اسلامي تعليماتو معينيت د تشکيلاتو دوه طرحې ولسي جرګې ته استول شوې وې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په يوه طر حه کې د اسلامي تعليماتو د يوه اجرائيو بورد رامنځته کول چې د يوې ښځې په ګډون به پنځه غړي ولري.
د پوهنې وزارت ويلي چې دويمه طرحه يې د اسلامي تعليماتو د معينيت پخوانى تشکيل بېرته رامنځته کول دي.
سرچينې زياته کړې چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګو د غړو، د هېواد د علماوو او خلکو د غوښتنو پر اساس دوى د اسلامي تعليماتو پخوانى معينيت بېرته فعاله کړ.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن