ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او سعودي ترمنځ د کارګو او هوايي چلند هوکړه لیک نهايي کېږي

د افغانستان او سعودي ترمنځ د کارګو او هوايي چلند هوکړه لیک نهايي کېږي

author avatar
15 Dec 2020 - 15:07
د افغانستان او سعودي ترمنځ د کارګو او هوايي چلند هوکړه لیک نهايي کېږي
author avatar
15 Dec 2020 - 15:07

کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٩): افغانستان او سعودي عربستان هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي چلند او کارګو خدماتو هوکړه ليک دې ژر تر ژره وروستی شي.

د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د افغانستان لوى سفارت له خوا د لېندۍ په ٢٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سفير احمد جاوېد مجددي د يوه پلاوي په مشرۍ د سعودي د هوايي چلند ادارې له عمومي رييس عبدالهادي بن احمد المنصوري سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د هوايي چلند او کارګو خدماتو پر موافقتنامې بحث وکړ او هوکړه وشوه چې یاد هوکړه لیک به ژر تر ژره نهايي شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سعودي د هوايي چلند ادارې عمومي ريیس ډاډ ورکړ چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ملکي هوانوردۍ اړيکو د پراختیا لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي، څو له دې لارې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته زمینه مساعده شي.

د افغانستان سفير احمد جاوېد مجددي د افغانستان د ملکي هوايي چلند په سکتور کې د پانګونې د شته فرصتونو پاکټ چې د افغانستان د ملکي هوانوردۍ ادارې له خوا ترتیب شوې وه، د سعودي هوانوردۍ ادارې له عمومي رييس سره شریکه او توضيح کړه.

د سرچينې په وينا، د دې په ځواب کې د سعودي هوايي چلند ادارې مشر عبدالهادي بن احمد المنصوري وویل چې یاده دوسیه به په بشپړ غور سره مطالعه کړي او سفارت او سعودي هوايي چلند ادارو ګډ کاري ګروپ به پرې کار وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.