ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرگه: د سولې خبرو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې ترسره شي

مشرانو جرگه: د سولې خبرو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې ترسره شي

author avatar
15 Dec 2020 - 15:17
مشرانو جرگه: د سولې خبرو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې ترسره شي
author avatar
15 Dec 2020 - 15:17

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۹): مشرانو جرګې د هېواد دننه د سولې خبرو د پاتې پړاوونو ترسره کېدو په اړه د حکومت له وړاندیزه د ملاتړ ترڅنګ له دواړو مذاکراتي ټېمونو وغوښتل چې پر دغه بهیر د بهرنیانو د فشار د مخنیوي لپاره دې د سولې خبرو پاتې پړاوونه د هېواد په دننه کې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لومړی د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او وروسته ولسمشر غني غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو پاتې پړاوونه دې د هېواد دننه ترسره شي.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شاوخوا درې میاشتې مخکې په دوحه کې پیل شوې او یادو ټېمونو له شاوخوا ۸۰ ورځو وروسته یوازې د خبرو پر طرزالعمل توافق کړی او اوس د خبرو پر اجنډا کار کوي.

تېره ورځ د دولت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو اعلان وکړ چې د سولې خبرو د اجنډا په اړه د دواړو لورو پر وړاندیزونو د ډېرو مشورو لپاره درې اوونۍ وروسته خبرې بیا پیلوي.

مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې په همدې اړه بحث وکړ.

په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري د درېیو اوونیو لپاره د سولې خبرو درېدو ته په اشاره هیله مندي څرګنده کړه چې د خبرو راتلونکی پړاو به پر ټاکلي وخت بیا پیل شي.

هغې وویل، ښه دا ده چې د خبرو پاتې پړاوونه په افغانستان کې ترسره شي او هر ځای چې طالبان ټاکي باید حکومت د هغه سیمې امنیت ټینګ کړي څو د سولې خبرې له بهرني فشارو او لاس وهنو پرته ترسره شي.

د جرګې بلې غړې انارکلي هنریار هم د حکومت له یاد وړاندیز څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل: ((هیله من یو د سولې خبرو راتلونکی پړاو په افغانستان کې ترسره شي، له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.))

هغې د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې د دولت مذاکراتي ټېم غړي د دې جرګې عمومي ناستې ته وغواړي څو د سولې خبرو په اړه معلومات ورکړي.

د جرګې څو نورو غړو هم په هېواد کې دننه د سولې خبرو د پاتې پړاوونو ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځينو غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم ترکیب ته د بیاکتنې غوښتنه وکړه.

په دې جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي وویل: ((د افغان دولت د مذاکراتي ټېم پر ترکیب دې ځکه بیا غور وشي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې ونه شو کړای طالبان قانع کړي چې مقابل لوری یې افغان دولت دی، طالبان اوس هم دولت ته د کابل اداره وايي.))

محمد هاشم الکوزي هم ورته نظر درلود او ویې ویل، د افغان دولت مرکچي پلاوی په تېرو درېیو میاشتو کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري او دغه پلاوي د سولې خبرو په اړه د خلکو شته هیلې نه دي پوره کړې.

نوموړي یاد پلاوی د سولې خبرو د ترسره کولو او اوربند د تامین په برخه کې ناکام وباله او ویې ویل، د پلاوي په ترکیب کې باید داسې کسان زیات شي چې له طالبانو سره د استدلال وړتیا ولري.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د سولې خبرو له بهیره د ملاتړ ترڅنګ د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، حوصله ولرئ او د افغان دولت پلاوي ته فرصت ورکړئ؛ ځکه دوی له داسې لوري سره مخ دي چې هره ورځ تاتریخوالی ترسره کوي.

د نوموړي په خبره، د افغان دولت پلاوي تر اوسه په جديت د افغان دولت او خلکو استازيتوب کړی او دوی ته باید فرصت ورکړل شي.

نوموړي په افغانستان کې د سولې خبرو د پاتې پړاوونو ترسره کېدو په اړه د حکومت له وړاندیزه ملاتړ وکړ او د دواړو لورو مذاکراتي ټېمونو ته یې وویل: ((افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د ملت غوښتنه همدا ده چې د سولې خبرو پاتې پړاوونه د هېواد دننه هر ځای چې طالبان غواړي ترسره شي.))

هغه زیاته کړه، د هېواد په داخل کې د سولې خبرو ترسره کېدل به د بهرنیو فشارونو او لاس وهنو مخه ونیسي او دواړه لوري باید دغه غوښتنې ومني.

د جرګې غړو د رایو په اتفاق پرېکړه وکړه چې د سولې خبرو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د مشورې لپاره کابل ته راشي.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.